-
عراقچي: د شرارت تر بشپړه له منځه وړلو له مبارزې لاس نه اخلو
Mar 05, 2026 12:36پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکي سیال سره په ټلفوني خبرو کې ټینګار وکړ: د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه په خپل ټول توان سره د دښمنانو د شرارت تر بشپړه له منځه وړلو پورې له دفاع او مبارزې به لاس وانخلي.
-
د ایران او امریکا ترمنځ په مذاکراتو کې پرمختګ؛ تخنیکي خبرې به راتلونکې دوشنبه پیل شي
Feb 27, 2026 16:10پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له امریکا سره د درېیم پړاو غیرمستقیمو مذاکراتو کې د «ښه» پرمختګ خبر ورکړ او ویې ویل چې د احتمالي هوکړې د بنسټیزو عناصرو په اړه خبرې ډېرې ښې پایلې ته رسېدلې دي.
-
خیبر پښتونخوا کې ۱۵ پولیس بېلابېلو پېښو کې وژل شوي
Feb 27, 2026 15:04د پاکستان په شمال لوېدیځ کې لږ تر لږه ۲۰ پولیس او ملکیان د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې وژل شوي دي.
-
چین له کابل او اسلام اباده غوښتي چې شخړې د خبرو له لارې حل کړي
Feb 27, 2026 14:24چین له افغانستان او پاکستان دواړو غوښتي چې، خپلمنځي شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
-
روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزې پر ډیپلوماټیک حل ټینګار کړی
Feb 27, 2026 13:11د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سلاکار، له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې د خپلو ترینګتیاوو د حل لپاره ډیپلوماټیکه لار غوره کړي.
-
عراقچي: افغانستان او پاکستان دې اختلافات د خبرو له لارې حل کړي
Feb 27, 2026 11:19د ایران د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي او زیاته کړې یې ده، دوی چمتو دي څو د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او همکاریو پیاوړتیا برخو کې اسانتیا رامنځته کړي.
-
په انقره کې د فارسي لیکدود او ایراني خوشنویسۍ د روزنې پیل
Feb 25, 2026 12:45پارس ټوډی – په انقره کې د لومړي تخصصي ورکشاپ په بڼه د فارسي لیکدود او ایراني خوشنویسۍ د هنر روزنه، د بېلابېلو عمرونو ترکي هنرجویانو په ګډون پیل شوه.
-
یوناما د پاکستان په بریدونو کې د ۱۳ ملکیانو وژل کېدل او ۷ نورو ټپي کېدل تأئید کړل
Feb 24, 2026 06:11په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونو ته په غبرګون کې له ټولو خواوو غوښتي چې د ملکیانو د خوندیتوب او د لا زیاتې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره تاوتریخوالی بند کړي.
-
نوري المالکي: د عراق د لومړي وزیر د څوکۍ لپاره له خپلې نوماندۍ به لاس وانخلم
Feb 24, 2026 06:08پارس ټوډې - نوري المالکي د خپلې استعفا په اړه د اوازو په ردولو سره، ټینګار وکړ چې هغه به د امریکا د فشار لاندې د عراق د لومړي وزیر د څوکۍ لپاره له خپلې نوماندۍ څخه لاس وانخلي.
-
هند: پاکستان د خپلو کورنیو ناکامیو د تپلو لپاره پر افغانستان بریدونه کړي
Feb 23, 2026 15:56هند د یکشنبې په ورځ پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه، چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې، په کلکه وغندل.