• د امنیت شورا چوپتیا د فلسطینیانو د وژنې او لوږې جواز دی

    د امنیت شورا چوپتیا د فلسطینیانو د وژنې او لوږې جواز دی

    Mar 05, 2024 02:27

    په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر، د اسرائیلي رژیم په ملاتړ او په غزه کې د سمدستي او دایمي اوربند د رامنځته کولو لپاره، د امنیت شورا د پریکړه لیکونو د نه تصویبېدو له امله، د امریکې پر حکومت باندې په سختې نیوکې سره وویل: له بده مرغه د امنیت شورا چوپتیا د فلسطنیانو د وژنو او لوږې په جواز باندې بدله شوې ده.»

  • د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د ډزو له امله ۴ تنه مړه او ۳ نور ټپیان دي

    د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د ډزو له امله ۴ تنه مړه او ۳ نور ټپیان دي

    Mar 05, 2024 03:05

    د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د امریکا کلیفورنیا په سویل لوېدیځ او د کینګ سیټي په یوه استوګنځي کې د ډزو له امله، ۴ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

  • صهیونیسټي رژیم د فلسطینیانو د تباه کولو په لټه کې دی

    صهیونیسټي رژیم د فلسطینیانو د تباه کولو په لټه کې دی

    Mar 05, 2024 02:52

    په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په اروپايي مرکز کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي ویلي چې د اسرائیلو نسل وژونکی رژیم په قصدي ډول د بشري بنسټونو په نښه کولو سره، د نیواکګرۍ پر وړاندې د فلسطینیانو د مقاومت له منځه وړلو په لټه کې دی.

  • په افغانستان کې د شري ناروغۍ زرګونه تازه پېښې ثبت شوي

    په افغانستان کې د شري ناروغۍ زرګونه تازه پېښې ثبت شوي

    Mar 05, 2024 01:37

    د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د تېر نوامبر راهیسې په افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې زیاتې شوي او یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د دې ناروغۍ ۷ زره پېښې ثبت شوي دي.

  • افغانستان د آزادۍ او ډېموکراسۍ په برخه کې بد ترین هېواد ګڼل شوی

    افغانستان د آزادۍ او ډېموکراسۍ په برخه کې بد ترین هېواد ګڼل شوی

    Mar 05, 2024 01:18

    فریډم هاوس په دې وروستیو کې د نړۍ په هېوادونو کې د ۲۰۲۴ کال د آزادۍ او ډېموکراسۍ د وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړی دی او افغانستان یې د آزادۍ په برخه کې د بدترینو هېوادونو په قطار کې شمېرلی دی.

  • په رفح ښار کې د صهیونیسټي رژیم د بمبارۍ له امله ۱۴ فلسطینیان په شهادت ورسېدل

    په رفح ښار کې د صهیونیسټي رژیم د بمبارۍ له امله ۱۴ فلسطینیان په شهادت ورسېدل

    Mar 03, 2024 04:27

    د ایرنا د خبر له مخې، د اسرائیلي رژیم جنګي الوتکو د یکشنبې په سهار د غزې په سویل او د رفح په ختیځ کې، یو هستوګنیز کور په نښه کړی، چې له امله یې د ۶ ماشومانو په ګډون، ۱۴ فلسطینیان شهیدان او یو شمېر نور هم ټپیان او لادرکه شوي دي.

  • د ایران او روسیې ترمنځ د تیلو او ګازو د ساحو د پراختیا لپاره نوی تړون شوی

    د ایران او روسیې ترمنځ د تیلو او ګازو د ساحو د پراختیا لپاره نوی تړون شوی

    Mar 03, 2024 03:44

    د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د تیلو وزیر په الجزایر کې د ګازو د صادروونکو هېوادونو د مشرانو د اوومې غونډې په څنډه کې، د روسیې د انرژۍ له وزیر نیکولای شولګینوف سره په کتنه کې، د شانګهای تړون په بڼه د یورو آسیا په سیمه کې د نفتو او ګازو د ساحو رامنځته کول او همدارنګه د نفتو او ګازو د میدانونو پراخول، د اوسنیو قراردادونو د تعقیب او پلي کولو بهیر او د هغوی د ننګونو د حل کولو او د تیلو او ګازو د پراختیا لپاره د نویو تړونونو د لاسلیک کولو په اړه له روسي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شول.

  • «نسیم» راډیو له شپږ میاشتني ځنډ وروسته بېرته خپرونې پیل کړې

    «نسیم» راډیو له شپږ میاشتني ځنډ وروسته بېرته خپرونې پیل کړې

    Mar 03, 2024 01:21

    په دایکندي کې د «نسیم» په نوم یوې سیمه ایزې راډیو چې شپږ میاشتې وړاندې د سرپرست حکومت د ځايي چارواکو له‌خوا تړل شوې وه، «شنبه، د کب په ۱۲مه» یې خپلې خپرونې بېرته پیل کړې.

  • د ایران د پارلیمان د دولسم پړاؤ د انتخاباتو پایلې اعلان شوې

    د ایران د پارلیمان د دولسم پړاؤ د انتخاباتو پایلې اعلان شوې

    Mar 02, 2024 12:24

    د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټې ویاند، په مختلفو ولایتونو کښې د ځینو انتخابیه حوزو پریکنده پایلې او د تهران، ری، اسلامشهر، شمیرانات او پردیس ولسوالیو ابتدايي نتایج اعلان کړل.

  •  ورځپاڼو ته کتنه

    ورځپاڼو ته کتنه

    Mar 02, 2024 10:53

    د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې د پروګرام له یوې نوې برخې سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. له معمول سره سم به لومړی د ایران، افغانستان او که وخت وو بهرنۍ ورځپانو ته به هم کتنه وکړو.