د ایران د پارلیمان د دولسم پړاؤ د انتخاباتو پایلې اعلان شوې
د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټې ویاند، په مختلفو ولایتونو کښې د ځینو انتخابیه حوزو پریکنده پایلې او د تهران، ری، اسلامشهر، شمیرانات او پردیس ولسوالیو ابتدايي نتایج اعلان کړل.
د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټې ویاند، په مختلفو ولایتونو کښې د ځینو انتخابیه حوزو پریکنده پایلې او د تهران، ری، اسلامشهر، شمیرانات او پردیس ولسوالیو ابتدايي نتایج اعلان کړل.
د ایران د اسلامي شورا او د خبرګانو د شورا د استازو د ټاکلو لپاره د انتخاباتو پروسه پرون د ایران د خلکو په تود هرکلي او پراخ ګډون سره، د سهار له اتو بجو پیل شوه او د شپې تر دولسو بجو یې دوام وکړ.
د ټول ایران په انتخاباتي حوزو کښې د راې اخیستنې د بهیر له بشپړیدو او د رایو له شمیرل کیدو وروسته، د ځینو ولایتونو پریکنده نتایج اعلان شول البته د تهران ښار او د دې ولایت د ځینو ولسوالیو ابتدايي پایلې اعلان شوې دي.