-
په غزه کې جګړې او په سور سمندر کې بریدونو د نړۍ اقتصاد له ګواښ سره مخ کړی
Feb 13, 2024 09:10د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې په غزه کې جګړه او په سور سمندر کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه، نړیوال اقتصاد ته ګواښ پېښوي.
-
هندي پانګوال په افغانستان کې د اوبیزو پروژو په برخه کې پانګونه کوي
Feb 13, 2024 08:39د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواکو په دې هېواد کې د اوبو او برېښنا په برخه کې پانګونې ته د هندي پانګوالو له لېوالتیا خبر ورکوي.
-
د صهیونیسټي رژيم له لوري د حزب الله پنځه مبارزین په شهادت ورسېدل
Feb 13, 2024 08:11د حزب الله اسلامي مقاومت غورځنګ نن سهار اعلان وکړ چې د دغه غورځنګ پنځه تنه مبارزین د قدس په لاره او د غزې د مظلومو خلکو په ملاتړ کې شهیدان شول.
-
سیمه ایز مقاومت په ډېر ښه حالت کې دی
Feb 12, 2024 02:38د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د دې په بیان سره چې سیمه ایز مقاومت په ډېر ښه حالت کې دی، د فلسطین مقاومتي مشرانو ته په غزه کې د نوې بریا د ترلاسه کولو مبارکي وویله.
-
له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو وتلو په اړه خبرې بیا پيل شوې
Feb 12, 2024 02:11د عراق حکومت دسلواغلې په ۲۲مه وویل چې له امریکا سره یې په دې هېواد کې د ائتلافي ځواکونو د راتلونکې په اړه خبرې بیا پیل کړي او هیله یې څرګنده کړې چې ژر ترژره به یوې نتیجې ته سره ورسېږي.
-
ایران له سرپرست حکومت سره باورجوړونې او همکارۍ ته لومړیتوب ورکوي
Feb 12, 2024 01:24د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر، حسن کاظمي قُمي پرون یکشنبه د سلواغې په ۲۲مه په کابل کې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ۴۵مې کلیزې په مراسمو کې وویل چې هېواد یې له سرپرست حکومت سره د همکاریو د پیاوړتیا هڅه کوي.
-
په ساینس او ټکنالوژۍ کې د مېرمنو او نجونو ونډه اړینه ده
Feb 12, 2024 01:11اوچا یکشنبه د سلواغې پر ۲۲مه «په ساینس کې د ښځو او نجونو ونډې د نړیوالې ورځې» په مناسبت یو پیغام کې په ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو کې د مېرمنو او نجونو په بشپړ ګډون ټينګار کړی دی.
-
نن د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ۴۵مه کلیزه ده
Feb 11, 2024 01:54نن (یکشنبه) د ۱۴۰۲ کال د سلواغې د میاشتې ۲۲مه چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې له ۱۱ نېټې سره سمون خوري، د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له ۴۵ کلیزې سره برابره ده.
-
ایران د افغانستان د پوهنې له برخې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، نور حال په راپور کې واورئ
Feb 11, 2024 02:33په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي او د ایران د سفارت کلتوري سلاکار سید روح الله حسیني په کابل کې د سرپرست حکومت د پوهنې له وزیر سید حبیب الله اغا سره کتلي.
-
په انسټګرام کې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پاڼې بندې شوې
Feb 09, 2024 11:23تېره شپه میټا کمپنۍ په انسټګرام کې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر اړوند کاروونکي اکاونټونه حذف کړل.