سیمه ایز مقاومت په ډېر ښه حالت کې دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د دې په بیان سره چې سیمه ایز مقاومت په ډېر ښه حالت کې دی، د فلسطین مقاومتي مشرانو ته په غزه کې د نوې بریا د ترلاسه کولو مبارکي وویله.
د ایرنا د خبر له مخې، حسین امیرعبداللهیان د دوشنبې په ماښام په دمشق کې د ایران اسلامي انقلاب د بریالیتوب ۴۵مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې وویل: ډېر خوښ یو چې د تهران او دمشق اړیکې په چټکۍ سره پرمختګ کوي او غواړم تاسو ته پر دې باندې ټینګار وکړم چې نن سبا د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د صهیونیسټي رژیم لخوا د غزې د خلکو د نسل وژنې شاهدان یو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: د فلسطین مقاومتي مشرانو ته مبارکي وایو، ځکه چې دغه مقاومت په دې موده کې وتوانېد چې په غزه کې نوې بریا ثبت کړي.
په پای کې امیر عبداللهیان زیاته کړه: په بیروت کې مې د لبنان او فلسطین له مقاومتي مشرانو سره په کتنو کې دا ولیدل، چې هغوی په ډېر ښه حالت کې دي او بې له شکه چې د غزې فتحه ډېره نږدې او د نتانیاهو او د صهیونیسټي جنایتکارانو پای هم ترټولو ډېر نږدې دی.