-
د روسیې سفیر: د تهران او مسکو همکاري دوام لري؛ بندیزونه د ګډو پروژو پراختیا مخه نه نیسي
Oct 27, 2025 11:34پارس ټوډې - په ایران کې د روسیې سفیر ټینګار وکړ چې سره له دې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو ګواښ شته، هېواد یې له ایران سره خپلې همکارۍ ته د ټولو ګډو پلانونو د ترسره کولو لپاره دوام ورکوي.
-
د لوېدیځ جنایتونو ته کتنه | په لائوس کې د امریکا جنایتونه
Oct 27, 2025 11:20پارس ټوډې - لائوس یو کوچنی او په وچه کې محاصره شوی هېواد چې د اسیا په سویل ختیځ کې دی، په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کې د امریکا د تر ټولو پټو او وینو تویوونکو پوځي عملیاتو ډګر شو.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال: د اټومي انرژۍ نړیواله اداره باید سیاسي وسیله نشي
Oct 27, 2025 08:31پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټینګار وکړ چې ځینې هېوادونه د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې څخه د سیاسي موخو لپاره کار اخلي او دا اداره باید بېپرې، عادلانه او منصفانه عمل وکړي.
-
د ایران او عربستان همکاري پر لوېدیځې اسیا څه اغېزې لري؟
Oct 26, 2025 13:22پارس ټوډې - د "میډل ایسټ مانیټور" تحلیلي ویبپاڼې په یوه راپور کې لیکلي: ایران او عربستان کولای شي د ګډ اقتصادي او امنیتي چاپېریال په جوړولو سره، نه یوازې خپلې ګټې زیاتې کړي، بلکې په لوېدیځه اسیا کې ثبات او سوله پیاوړې کړي.
-
عطوان: د اسرائیلو درېیمه ماتې په لبنان کې پر لاره ده
Oct 26, 2025 13:11پارس ټوډې - د عربي نړۍ نوموتي شنونکي په یوه یادښت کې د پنځو لویو نښو شتون ته اشاره کوي چې د امریکا په ملاتړ سره د صهیونیسټي رژیم له لورې د لبنان پر ضد د پراخ برید پیلولو لپاره د چمتووالي ښکارندويي کوي. هغه باور لري چې د تل ابیب لپاره به د دې اقدام بیه د ۲۰۰۶ کال جګړې له ماتې څخه ډېره درنه وي او په مقابل کې، حزبالله هم د ځوابونو او پرمختللو وسلو په چمتو کولو کې دی چې ممکن د سیمې معادله بدله کړي.
-
امریکايي ډګروال: ایرانیان هوښیار او نابغه دي / تهران د اسرائیلو د له منځه وړلو توان لري
Oct 26, 2025 10:29پارس ټوډې - یوه امریکايي ډګروال د ایران توغندي ځواک ته په اشارې سره وویل: صهیونیسټي رژیم په وروستۍ جګړه کې د ایران له پوځي ځواکه حیران شو.
-
عراقچي: د ایران اټومي بم قدرتونو ته د "نه ویلو" توان دی / ایرانیان د زور، فشار او بندیزونو ژبې ته ځواب نه ورکوي
Oct 26, 2025 09:03پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د ایران ریښتینی قدرت په خپلواکه پرېکړه کولو او د نړیوالو قدرتونو واکمنۍ ته د "نه ویلو" په توان کې دی.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: د اسرائیلو جنایتونو بې سزا پاتې کېدل باید پای ته ورسېږي
Oct 25, 2025 12:07پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د فلسطین په اړه د نړیوالې محکمې وروستي مشورتي نظر ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې اسرائیلي رژیم د نړیوالو بشري حقونو تر ټولو لوی سرغړوونکی دی او د دې رژیم بې سزا پاتې کېدل باید ودرول شي.
-
آژانس ته د ایران، روسیې او چین ګډ لیک؛ د اټومي تړون پورې اړوند راپور ورکولو او د ۲۲۳۱ پرېکړهلیک اتومات پایته رسېدل
Oct 25, 2025 11:58پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د ایران، روسیې او چین د دایمي استازو له خوا د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر ته د ګډ لیک د لېږلو خبر ورکړ؛ هغه لیک چې پکې د درېیو اروپایي هېوادونو له خوا د غیرقانوني سنپبک فعالولو اقدام او د ۲۲۳۱ پرېکړهلیک د اکتوبر ۱۸مې نېټې څخه پایته رسېدل اعلان شوي دي.
-
آنروا په غزه کې د بشري مرستو پر کموالي نیوکه وکړه
Oct 25, 2025 09:14پارس ټوډې - د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستې رسولو او کار موندنې ادارې (آنروا) اعلان وکړ چې غزې ته داخل شوې بشري مرستو کچه، د اوربند په هوکړه کې د ټاکل شوي مقدار څخه ډېره کم ده او د دې سیمې د اوسېدونکو وضعیت لا هم بحراني دی.