۵۶ هېوادونو په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه غندلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168320-۵۶_هېوادونو_په_افغانستان_کې_له_بشري_حقونو_سرغړونه_غندلې_ده
د ۵۶ هېوادونو استازو د یوې ګډې اعلامیې له لارې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو پراخ او سیسټماټیک نقض غندلی دی.
(last modified 2025-12-11T02:39:53+00:00 )
Dec 11, 2025 07:05 Asia/Kabul
  • ۵۶ هېوادونو په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه غندلې ده

د ۵۶ هېوادونو استازو د یوې ګډې اعلامیې له لارې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو پراخ او سیسټماټیک نقض غندلی دی.

دې هېوادونو په یوه اعلامیه کې چې پرون (چهارشنبه، د لیندۍ په ۱۹مه) خپره شوې، ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو تبعیضي سیاستونه او کړنلارې په نړۍ کې د بشري حقونو د نقض تر ټولو بدې بېلګي دي.

دوی په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته اشاره کړې او ویلي چې ښځې او نجونې د جنسیتي توپیر له بنسټیز شوي سیسټم، محرومیت او د هغوی انساني کرامت ته له نه پاملرنې سره مخ دي.

د دې هېوادونو استازو ویلي چې پر زده کړو، کار، د تګ-راتګ پر ازادۍ او په سیاسي او عمومي برخو کې د ښځو او نجونو پر عامه فعالیت د طالبانو سخت بندیزونه، نه یوازې د هغوی راتلونکی ویجاړوي او افغانستان له اقتصادي او ټولنیزې ودې بې برخې کوي، بلکې پر بشري حقونو او د بشري حقونو پر معیارونو سخت برید ګڼل کېږي.

دوی همدا راز د خبریالانو او د مدني ټولنې د غړو ځپلو، د قومي او مذهبي لږکیو په نښه کولو، علني اعدام او بدني مجازات او خپلسرو نیونو ته اشاره کړې او ویلي چې دا ټولې چارې له مجازاتو څخه په پوره مصوونیت ترسره کېږي.

د دې هیوادونو استازو ویلي چې دا اقدامات نه یوازې د افغانستان نړیوالې ژمنې نقض کوي، بلکې د دې هېواد پایداره سولې، ثبات او رفاه هم تضعیفوي.

دوی له طالبانو غوښتي چې «د ښځو او نجونو په وړاندې د بشري حقونو ټول نقضونه پای ته ورسوي او ملي او نړیوالو ادارو ته دې اجازه ورکړي چې له کوم خنډ پرته څار وکړي.»

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه په پراخه توګه نقض کړي، د ښځو او نجونو پر کار یې بندیز لګولی او په ټولنه کې یې د هغوی حضور سخت محدود کړی دی.