-
په ننګرهارکې دتورو ښیښو لرونکو موټرو پر ګرځیدو بندیز ولګیده نور جزیات په راپور کښې واورئ
Feb 23, 2022 06:42زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند قاضي ملا عادل وایي د تنظیمه رییس او ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل د حکم له مخې تر دې وروسته په ننګرهار ولایت کې دتورو ښیښو لرونکو موټرو پر ګرځیدو بندیز ولګول شو او ددې حکم له مخې دطالبانو په ګډون هیڅوک نه شي کولای دتورو ښیښو لرونکو موټروکې وګرځي.
-
د ننګرهار استادانو او د محصیلینو د امریکا د ولسمشر حکم غندلی نور حال په راپور کښې لرو
Feb 22, 2022 07:14زمونږخبریال وايي د افغانستان د ننګرهار پوهنتون استاذانو او محصلینو د هیواد د مالي شتمنیو د کنګل کولو په اړه د امریکا د جمهور ریس وروستی فرمان وغانده او هغه یی یو ناقانونه عمل وباله.
-
د ننګرهار په لرې پرتو سیموکې د لومړنیو روغتیایي مرستو مرکزونه جوړیږي نور تفصیل په راپور کښې لرو
Feb 17, 2022 06:28زمونږخبریال وايي چارواکي وایي د دې مرکزونو په جوړیدو سره به روغتیایي خدمتونو ته دخلکو لاسرسی ډیر او د مور او ماشوم د مړینې کچه به ورسره راکمه شي.
-
په تورخم ښارګوټي کښې د مسافرو لپاره خونه جوړه شوي ده نور تفصیل په راپور کښې واورئ
Feb 16, 2022 07:01زمونږخبریال وايي د طالبانو د موقت حکومت د ریس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغنی برادر په تورخم ښارګوټي کې د مسافرو لپاره جوړه شوې انتظار خونه پرانسته.
-
یونیسف په افغانستان کې دبې مودې ماشومانو د زیږون پر ډیروالی اندیښنه ښودلی ده نور حال په راپور کښې لرو
Feb 15, 2022 06:59زمونږ خبریال وايي د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یونییسف په خپل تازه خپور شوي راپور کې په افغانستان کې دبې مودې ماشومانو د زیږون پر ډیروالي اندیښنه ښودلې او لیکلی دي چې اوسمهال هره ورځ دیرش بې مودې ماشومان زیږیږي چې دا ډیره لوړه شمیره ده .
-
د افغانستان د پوهنتونو پرانیستل کیدا ، شناندي فتانه ګیلاني او حاکم مشفق څه نظرونه لري ؟
Feb 06, 2022 11:34افغانستان کښې پوهنتونونه بیرته پرانیستل شوي د مدني چارو شناندي میرمن فتانه ګیلاني او د سیاسي چارو کارپيژاند حاکم مشفق خپل نظرونه په ګردي میز کښې څرګندوي .
-
د ګډې سرحدي کمیټۍ د جوړولو لپاره د پاکستان او د طالبانو د حکومت موافقه :
Feb 01, 2022 12:54د پاکستان حکومت او د طالبانو حکومت د سرحدي مسائیلو د حل لپاره د ګډې کمیټۍ د جوړولو لپاره موافقې ته ورسیدل .
-
د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان په ختیځه حوزه کې له ورزشې ادارو سره مرسته کوي نور تفصیل په راپور کښې لرو
Jan 31, 2022 06:51زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکونسل «مجید صادقي دولت ابادي» د ختیځو ولایتونو د بدني روزنې او المپیک له ریس نور احمد حبیبي سره په ګډه ناسته کې وویل د ایران او افغانستان ولسونه په بېلابېلو برخوکې لرغونې او ګډې اړیکې لري چې دا اړیکې د وخت په تېریدو سره لا پیاوړې شوې او ښه پالل شویدي.
-
په ختیځ ولایت ننګرهارکې تر دوه سوه ډیر کسان له حرفوي زده کړو فارغ شول نور حال په راپور کښې واورئ
Jan 29, 2022 06:46زمونږخبریال وايي د مرسته کوونکو لاسونو په نوم خیریه ټولنې په مرسته د ننګرهار ولایت د بېلابېلو سیمو دوه سوه درې دیرش(۲۳۰) تنه چې میرمنې هم پکې دې تر لازمې مودې حرفوي زده کړو وروسته فارغ او د فراغت پر سندونو سربیره یې کارې وسایلو هم ترلاسه کړل.
-
د جلال آباد-کابل لویه لار یوځل بیا وتړلې شوه
Jan 22, 2022 06:18د سختو ورښتونو له امله د جلال آباد او کابل ترمینځ لویه یوځل بیا بنده شوې ده