-
ایران افغانستان ته د انساني مرستو دیارلسمه جوپه ولیږله
Nov 21, 2021 04:20د افغانستان له خلکو سره د ایران د مرستو دیارلسمه جوپه ننګرهار ولایت ته واستوله شوه
-
د ننګرهار هوایی ډګر د هر ډول کورنیواو بهرنیو الوتونو لپاره چمتو دے
Nov 20, 2021 13:49په ننګرهار کښې د طالبانو د موقته حکومت امنیه قوماندان شیخ ندا محمد د جلال اباد په هوایی ډګر کې له رسنیو سره دخبرو پر مهال وویل د جلال اباد هوایی ډګر د هر ډول کورنیو او بهرنیو الوتونو لپاره چمتو دے.
-
د افغانستان د ننګرهار د جومات د ترهګرې بم چاودنې درې عاملان نیول شوي
Nov 13, 2021 06:58زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان طالبان وایي د ننګرهار ولایت دسپین غر ولسوالۍ په جومات کې د شوې ترهګریزۍ پیښې درې تنه عاملین يې نیولي دي .
-
ننګرهار کښې په شپږ زره جریبه زمکه دستروسو نوي باغونه جوړیږي
Nov 11, 2021 13:27د ننګرهار د کانال ادارې د مطبوعاتو مسول سید همایون غریبمل وایي د دې ادارې د مشرتابه په هلو ځلو اوخصوصی سکتور په مالي مرسته د کانال ادارې ملکیت پر شپږ زره جریبه زمکه د مالټو او ستروسو نوي باغونه جوړیږي .
-
ننګرهار کې په دوه جلا پیښو شپږ کسان ووژل شول نور تفصیل اصف شینواري راکړی
Nov 07, 2021 10:42زمونږ خبریال وايي عیني شاهدان وایي چې له غرمې مخکې د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند دهډې فارم پله په سیمه کې د طالبانو د پلتنې یو مرکز ته څيرمه دوه پرله پسې چاودنې وشوې او وروسته د سپکو وسلو ډزې هم واوریدل شوې.
-
ننګرهار کې د زیتونو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی نور تفصیل اصف شینواري راکړی
Nov 07, 2021 06:36زمونږخبریال راپور راکړی د افغانستان د ننګرهار د کانال ادارې د مطبوعاتو مسول سید همایون غریبمل وایي د ننګرهار په کانال کې پر ۱۷۰۰ هکتاره زمکه د زیتونو باغونه دي چې سږ کال ترې د ۸۶۵ ټنه حاصل ترلاسه کولو وړاند وینه شویده.
-
ننګرهار کې نور پنځه پنځوس تنه داعش ډلې غړي طالبانو ته تسلیم شول
Nov 06, 2021 11:23زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د والي ویندوې دفتر رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې د دې ولایت د استخباراتو ریس ډاکتر بشیر له قوله ویلي چې دداعش ډلې دغو غړو د ننګرهار ولایت په کوټ، اچین او سپین غر ولسوالیو کې داسلامي امارت پر خلاف کړنې تر سره کولې چې دسیمې د قومي مخورو او دیني عالمانو په غوښتنه ورته د ځانګړو شرایطو لاندې عفوه وشوه.
-
هلمند کي له (۵۲۴) بې وزلو او جګړه ځپلو کورنیوسره نغدي مرسته ترسره شوه نور جزیات نعمت الله افغان راکوي
Nov 03, 2021 11:29زمونږ خبریال وايي نن د افغانستان د هلمند ولایت مرکز په (لښکرګاه) ښار کي له (۵۲۴) جګړه ځپلو کورنیو سره د (۱۹۵) ډالرو چي بدیل یې (۱۷۵۵۰) افغانۍ کېږي نغدي مرسته وشوه چې د جګړو له امله مرکز لښکرګاه ښار ته کډه شوې وې او یا هم ډېري غریبي وې.
-
ننګرهار کښې ماین چاودنې اوه تنه مړه او ژوبل کړي نور تفصیل اصف شینواري راکړی
Nov 03, 2021 11:01زمونږ خبریال وايي شاهدان وایي نن غرمه مهال د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند د شاه برهان اغا زیارت سیمه کې د طالبانو پر یو رنجر موټر د سړک غاړې له وړاندې ایښودل شوي ماین چاودنه وکړه چې په پایله کې دعینی شاهدانو پر وینا دوه تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ژوبل شول.
-
ننګرهار کښې د مخورو په مېنځګړيتوب د داعش ترهه ګرې ډلې پنځه شپیته غړي طالبانو ته تسلیم شول
Oct 31, 2021 12:29د ننګرهار دوالي د ویندوې دفتر له لورې رسنیو په استول شوې خبرپاڼه کې ددې ولایت د استخباراتو ریس ډاکتر محمد بشیر له قوله ویل شوي چې د داعش تکفيري ډلې دا غړي دننګرهار ولایت په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې د یو شمیر قومي مخورو په منځګړتوب او غوښتنه دوې ته تسلیم شول.