ایران افغانستان ته د انساني مرستو دیارلسمه جوپه ولیږله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108632-ایران_افغانستان_ته_د_انساني_مرستو_دیارلسمه_جوپه_ولیږله
د افغانستان له خلکو سره د ایران د مرستو دیارلسمه جوپه ننګرهار ولایت ته واستوله شوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2021 04:20 Asia/Kabul
  • ایران افغانستان ته د انساني مرستو دیارلسمه جوپه ولیږله

د افغانستان له خلکو سره د ایران د مرستو دیارلسمه جوپه ننګرهار ولایت ته واستوله شوه

د افغانستان له خلکو سره د ایران د مرستو دیارلسمه جوپه ننګرهار ولایت ته واستوله شوه

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر پرون د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره وویل: د ایران د انساني مرستو ډکه الوتکه به ډیر زر د ننګرهار په هوايي ډګر کوزه شي او د ایران د حکومت او ولس لخوا لیږل شوې مرستې به د شهیدانو او زخمیانو په کورنیو وویشلې شي.

په عین حال کښې د ننګرهار ولایت د پولیسو قومندان ندا محمد ندیم د دغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له سرکنسول مجید صادقي دولت آبادي سره ملاقات وکړ.