-
امریکا په عراق کښې د اوږدې مودې لپاره د پاتې کیدا هڅه کوي
Jan 09, 2025 09:49ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق یوه سیاستوال «محمد الدلیمي» د الحشد الشعبي ولسي ځواک پرضد د امریکا خوځښتونو ته په اشارې سره په عراق کښې د پوځي شتون د دوام لپاره د واشنګټن هدفونو ته اشاره وکړه.
-
پرون په افریقا کې جنایتگري او نن د صهیونیسټانو د ژوند ملاتړی؛ د ایران په اړه مکرون ته د بقایي ځواب
Jan 09, 2025 09:05پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د اسلامي جمهوریت په اړه د فرانسې د ولسمشر د وروستیو ادعاګانو په ردولو سره، دغه ادعاوې بې اساسه، متضاد او دسیسې وبللې.
-
امریکا یو مطیع، ولسی ضده، وروسته پاتې او لویدیځ ککړه ایران غواړي
Jan 08, 2025 13:45د اسلامي انقلاب رهبر د قم ولایت له زرګونو خلکو سره په کتنه کې، ایران د خپلو ارزښتناکو ډالیو لکه د طبیعي زیرمو، ښه جغرافیايي موقعیت او د ولسي ځواک په لرلو سره، چې د نړۍ له اوسط څخه زیات پرمختللی دی، په نړۍ کې یوه ستراتیژیکه څوکه وبلله.
-
ایران، موافقې ته د ټولو خواوو د راستنېدو او پر متقابلو ژمنو عمل کولو ته چمتو دی
Jan 08, 2025 10:20د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، د لسو هېوادونو د نویو سفیرانو د باورلیکونو د ترلاسه کولو په مراسمو کې، د موافقې ته د ټولو خواو د بیرته ستنېدو او د متقابلو ژمنو د ترسره کولو لپاره د تهران چمتووالی اعلان وکړ.
-
په غزې د صهیونیسټي رژیم په حملو کې ۴۹ نور فلسطینیان په شهادت ورسېدل
Jan 08, 2025 09:53د فلسطین روغتیا وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د غزې پر مختلفو سیمو د صهیونیسټانو په حملو کې د سه شنبې له سهار څخه تر تیرې شپې پورې لږ تر لږه ۴۹ ملکیان په شهادت رسېدلي دي.
-
کاناډا به د امریکا یوه برخه ونه ګرځي
Jan 08, 2025 08:27د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په ځواب کې ویلي چې کاناډا به د امریکا یوه برخه ونه ګرځي.
-
په حمص کې د جولاني د عناصرو لخوا د سوري وګړو د تښتولو لړۍ دوام لري
Jan 07, 2025 11:23پارس ټوډې - د جولاني د عناصرو لخوا د سوري اتباعو تښتول او نامعلومو ځایونو ته دوی لېږدول اوس هم دوام لري او تر اوسه پورې د سوریې په لوېدیځ حمص ښار کې 900 کسان تښتول شوي دي.
-
د امریکا نوي ولسمشر ټرامپ د هیواد قضايي نظام فاسد وباله
Jan 07, 2025 02:25ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ د برمنډو فیلمونو یوې ستوري ته د چپ پاتې کیدا په بدل کښې د پیسو د ورکولو د دوسیې د حکم د خپریدا په درشل کښې د امریکا په قضايي نظام سخته نیوکه وکړه او هغه یې فاسد او له کاره غورځیدلی وباله.
-
د امریکا ځانګړی استازی عربستان ته له سفر وروسته لبنان ته رسیدلی
Jan 07, 2025 01:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د مینځني ختیځ په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي «عاموس هوخشتاین» پرون عربستان ته له ورتلو وروسته د لبنان لپاره په حساس سیاسي او امنیتي وخت کښې بیروت ته ورغی.
-
په غزې تړانګه کښې د انروا په فعالیت د بندیز په هکله خبرداری:-
Jan 05, 2025 11:51په داسې حال کښې چې د فلسطین د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د مرستې او د کار د پیدا کولو د اژانس انروا (UNRWA) په فعالیت باندې د بندیز په هکله د اسرائیلو د فیصلې اجرا کولو ته له یوې میاشتې څخه کم وخت پاتی دی ملګروملتونو یوځل بیا د صهیونیسټ رژيم د دغه فیصلې د پایلو په هکله خبرداری ورکړ.