کرملین: ټول هېوادونه د سوله ایز اټومي پروګرام حق لري
Jun 04, 2025 06:29 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د کرملین ویاند په ایران کې د یورانیمو غني کولو په اړه د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په ځواب کې ټینګار وکړ چې ټول هېوادونه د سوله ایزو اټومي انرژۍ پروګرامونو حق لري.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې څرګندونو وروسته چې ایران ته باید د یورانیمو غني کولو اجازه ورنکړل شي، د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وویل چې دا پروګرامونه باید د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې او نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې وي.
پسکوف د ایران دریځ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې ایران د اټومي وسلو د پراختیا هېڅ پلان نه لري او د اټومي انرژۍ د سوله ایز استعمال په لټه کې دی.
ټیګونه