Pars Today
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: د ايران، روسيې او ترکيې ګډ مقصد له ترهه ګرۍ سره پرېکنده مبارزه او سوريې ته د ثبات او امنيت ستنول دي.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: ستر قوتونه په تېره بيا امريکه د ايران د خلقو په اراده کښې تاثير کونکي نه شي کېدې.
د اسلامي ایران ولسمشر ناسم حساب کتاب د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه مخکښې او وروسته د ایران د ولس خلاف د امریکایانو د پرله پسې ماتو علت وباله.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د سلواغې د دوویشتمې نیټې په لاریون کښې د حماسي او پرتمین شتون د دښمنانو دسیسو ته یو پریکنده ځواب وباله.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، د تهران – اسلام آباد د تعلقاتو او ملګرتياو له مخکښې لا زياته پراختيا او مضبوطيه اهميت لرونکې او ضروري ده.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، نن توغندے د ايران دفاعي اوزار دے او د ايران ملت پرې وياړ کوي.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر خپلو ضائع شويو حقوقو ته د فلسطين د مظلوم ملت د رسېدو يوازېنۍ لار له اسرائيلي غاصب رژيم سره مبارزه او ټينګ اودرېدنه وبلله.
د ايران او آذربائيجان جمهوريت د ملګرتياو زياتېدونکې پراختيا د دواړو هېوادونو د چارواکو د نزدې تعلقاتو او هلو ځلو نتيجه ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر پرون مازیګر د خپلې کابینې په غونډه کښې ټینګار وکړ چې د اوپک د غړو هیوادونو مقاومت د امریکایانو لپاره یوه بله ماتې رامینځته کړه.
په يوه اسلامي ټولنه کښې د نمانځه د کلتور د پراختيا او د هغه د ستنو د مضبوطولو اهميت ته په پام سره په ۱۹۹۱ ميلادي کال کښې په ايران کښې «د نمانځۀ قائمول» نومې وړومبنۍ غونډه جوړه شوه.