روحاني: په خپلو سائنسي او دفاعي توغنديو وياړ کوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79589-روحاني_په_خپلو_سائنسي_او_دفاعي_توغنديو_وياړ_کوو
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، نن توغندے د ايران دفاعي اوزار دے او د ايران ملت پرې وياړ کوي.
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Jan 10, 2019 14:51 Asia/Kabul
  • روحاني: په خپلو سائنسي او دفاعي توغنديو وياړ کوو

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، نن توغندے د ايران دفاعي اوزار دے او د ايران ملت پرې وياړ کوي.

ډاکټر حسن روحاني نن په تهران کښې د نظام د مصلحت د تشخيص د ټولنې د ارواښاد مشر آيت الله هاشمي رفسنجاني د رحلت د  دويمې کليزې په مراسمو کښې وويل، په راتلونکو هفتو کښې به دوه نوي سټيلائيټ د ايران په جوړ شويو توغنديو سره فضاء ته ولېږل شي.

د ايران ولسمشر همدارنګ وويل، د ايران ملت په برجام موافقې سره يو ستر کار نتيجې ته ورسوۀ او دغې موافقې په يوه ورځ کښې د ايران په خلاف د ملګرو ملتو د امنيت د شورا شپږ پرېکړليکونه ختم کړې شول.

ولسمشر روحاني په دوام کښې د دې په بيانولو سره چې د ايران په خلاف تپل شوے جنګ د يوې زمکې د نيولو او يوازې يو فوځي جنګ نه ؤ واضحه کړه: د ايران په ملت د جنګ له تپلو څخه د اسلامي انقلاب د دښمنانو مهم مقصد د دغه انقلاب د نړيوال کېدو د فرصت ختمول وو.

هغه د ايران ننني دفاعي او ټېکنالوجي قوت په اشارې سره وويل، دښمن د ايران په خلاف د سياسي او اقتصادي دباو راوړلو لپاره په ټول توان سره مېدان ته رادانګلي دي چې په مطمئنه توګه په وحدت، اتحاد او صبر سره د اسلامي انقلاب د لارې ساتنه او ورته دوام ورکول کېدې شي.

د ايران ولسمشر همدارنګ د ارواښاد آيت الله هاشمي رفسنجاني آرزو د شانداران ايران او د نظام سرلوړي وبلله او په دې باندې په تاکيد سره چې ملت د دغه مقصد د حاصلولو په تکل کښې دے څرګنده کړه، د هاشمي رفسنجاني نوم د ايران له عزت سره تړلے دے.

آيت الله هاشمي رفسنجاني د ۲۰۱۷ ميلادي کال د جنورۍ په اتمه نېټه په تهران کښې د زړۀ د اودرېدو له قبله وفات شو.