-
حزب الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیسټانو پر مورچلو ۱۳ عملیات ترسره کړي
Jun 03, 2026 14:16پارس ټوډې – د لبنان حزب الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان دننه د صهیونیسټي رژیم د هدفونو پر وړاندې ۱۳ عملیات ترسره کړي دي.
-
انصارالله: که صهیونیسټان په لبنان کې خپل وحشت ته دوام ورکړي، له ستر ځواب سره به مخ شي
Jun 03, 2026 12:22پارس ټوډې – د یمن د انصارالله غورځنګ یوه مخکښ غړي صهیونیسټانو ته خبرداری ورکړی چې که پر لبنان خپل یرغل ته دوام ورکړي، له ستر او پراخ ځواب سره به مخامخ شي.
-
اولیانوف: د ایران د بډایه شويو یورانیمو لېږدولو ته اړتیا نشته
Jun 03, 2026 12:13پارس ټوډې – په ویانا کې د نړیوالو بنسټونو لپاره د روسیې دایمي استازي اعلان وکړ چې د ایران له خاورې څخه د بډایه شويو یورانیمو ایستل او لېږدول ضروري نه دي.
-
د امریکا د سمندري ځواک پنځم مرکز د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په برید کې په نښه شو
Jun 03, 2026 05:25د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو په وروستۍ اعلامیې کې ویل شوي چې د امریکا د سمندري ځواک پنځم مرکز د سپاه د هوافضا ځواک له خوا د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په برید کې په نښه شوی دی.
-
د روسیې د سوداګریز مرکز رییس: د روسیې او افغانستان ترمنځ دې ویزه لغوه شي
Jun 02, 2026 15:08افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز رییس وړاندیز کړی چې د روسیې او افغانستان ترمنځ دې ویزه په بشپړه توګه لغوه شي.
-
اروپايي ټولنې پاکستان ته: افغانستان سره د لانجې د حل غوره لار خبرې دي نه هوايي بریدونه
Jun 02, 2026 15:02په اسلام اباد کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې مشرې کایا کالاس د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو اونیو نښتې "جدي بشري پایلې لري او بي ثباتي او افراطیت ته لمن وهي."
-
د ایران د جنوبي خراسان ولایت د صادراتو ۸۱ سلنه زیاتوالی
Jun 02, 2026 13:55پارس ټوډې – د ایران د شمال ختیځ جنوبي خراسان ولایت تولیدي توکو صادرات په تېرو دوو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د وزن له مخې ۸۱ سلنه زیات شوي دي.
-
حاجي بابايي: له هرمز تنګي څخه تېرېدل یوازې د ایران د ملت د حقونو په پام کې نیولو سره ممکن دي
Jun 02, 2026 12:32پارس ټوډې – د ایران د پارلمان مرستیال رئیس ټینګار وکړ چې د هرمز له تنګي څخه تېرېدل، د ایران د ملت د حقونو په پام کې نیولو سره ممکن دي.
-
تفسیر: د آسیا ـ پاسیفیک په سېمه کې د امریکا د متناقض سیاست موخې
Jun 02, 2026 11:53پارس ټوډې – د امریکا د جګړې وزیر د سنګاپور د شانګريلا په غونډه کې ویلي چې واشنګټن له خپلو آسیايي متحدینو او شریکانو څخه تمه لري چې خپل دفاعي لګښتونه د خپل ناخالص کورني تولید ۳.۵ سلنې ته لوړ کړي.
-
د صهیونیستانو نوی شرارت به بابالمندب هم د هرمز تنګي په څېر کړي
Jun 02, 2026 05:44سردار اسماعیل قاآني پرون ماښام په خپل پیغام کې ټینګار وکړ؛ کمزوری صهیونیسټي رژیم باید پوهه شي چې په جنوبي لبنان او غزې کې هممهاله جنایتونه به د حزبا... غورځنګ د مبارزانو د عملیاتو او د فلسطینيو مبارزینو د نوي طوفان په ګرداب کې ګیر کړي.