-
د ایران په سویل ختیځ کې د وسلو قاچاق وړونکې ډله له منځه وړل شوې
Aug 12, 2023 02:22د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د پولیسو مشر په چابهار ښار کې د وسلو قاچاق وړونکې ډلې د له منځه وړلو خبر ورکړی.
-
له زده کړو د افغان نجونو محرومول لویه بشري سرغړونه ده
Aug 12, 2023 03:59د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون ویلي، چې طالبانو له زده کړو د نجونو او ښځو په منع کولو سره له بشري حقونو تر ټولو سخته سرغړونه کړې ده.
-
له ۱۲ زره افغان خبریالانو څخه ۸ زرو یې خپلې دندې پرېښي
Aug 12, 2023 01:55(ار اېس ایف) یا د بې پولي خبریالان نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو د دوه کلنۍ په درشل کې "د طالبانود رژیم تر واکمنۍ لاندې دوه کاله خبریالي ( ژورنالیزم) په نوم یو راپور خپور کړی او ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ مياشتې وروسته، د ۱۲۰۰۰ خبريالانو له ډلې دوه پر درې برخې يې د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي، چې په سلو کې ۸۰ يې ښځينه خبريالانې دي.
-
په یوې اونۍ کې پنځه افغان خبریالان نیول شوي دي
Aug 12, 2023 01:07په تېرې اونۍ کې په افغانستان کې پنځه افغان خبریالان د طالبانو له لوري نیول شوي، چې د ځینو یې د نیونې لامل هم نه دی روښانه شوی.
-
د سوریې ۳۰ پوځیانو ته مرګ ژوبله
Aug 11, 2023 11:29د سوریې د پوځیانو د لیږد پر یوه بس د داعش ترهګرو په برید کې شل سوریي ځواکونه وژل شوی او لس نور ټپیان دي.
-
د سوریې په شمال کې د داعش درې ترهګر نیول شوی دی
Aug 11, 2023 10:47د ترکیې د استخباراتو او ملي امنیت ادارې ویلي چې د سوریې په شمال کې یې د داعش ترهګرې ډلې درې غړي نیولي دي.
-
ښه عادتونه (۵۶)
Aug 10, 2023 13:51د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ښه عادتونو نومي لړۍ له ننني (۵۶م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د ښه عادتونو د پروګرام په تېره برخه کې مو د لټۍ او د هغه د لاملونو په اړه بحث وکړ، په دې برخه کې له لټۍ سره د مقابلې پر حل لارو بحث کوو. له موږ سره و اوسئ!
-
د عمران خان نیول کېدو او په پاکستان کې د پارلمان منحل کېدلو په اړه د هیندارې خپرونه دلته واورئ
Aug 09, 2023 08:01د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان نیولو او همدارنګه په دې هېواد کې د پارلمان منحل کېدلو پراخ غبرګونونه او اندېښنې راپارولي دي؛ په دې اړه په هینداره خپرونه کې آزاد خبریال طاهر خان او د مذهبي او سیاسي چارو کارپوه مهدي غلام حیدري او ژورنالیست نیاز محمد خان زموږ مېلمانه دي او زموږ پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړي.
-
ویاړمنې مېرمنې (۶)
Aug 08, 2023 12:22د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ویاړمنې مېرمنې نومي لړۍ له ننني (۶م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي په نړۍ کې ۶۲م او په آسیا کې ۱۲م مقام خپل کړ
Aug 08, 2023 14:18د فوټسال نړیوالې ډلبندۍ وېبپاڼې اعلان کړی چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په نړیواله ډلبندۍ کې څلور او د آسیا په ډلبندۍ کې دوه ځایونه پورته شوي دي.