په یوې اونۍ کې پنځه افغان خبریالان نیول شوي دي
په تېرې اونۍ کې په افغانستان کې پنځه افغان خبریالان د طالبانو له لوري نیول شوي، چې د ځینو یې د نیونې لامل هم نه دی روښانه شوی.
د سلام وطندار د خبر له مخې، د زمري په ۱۵مه غزني کې د باختر خبري آژانس خبریال سیدوحدتالله ابدالي د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی چې لا یې د نیونې لامل نه دی معلوم.
په ننګرهار کې بیا د زمري په ۱۹مه امنیتي ځواکونو د کلید راډیو دوه خبریالان فقیرمحمد فقیرزی او جان اغا صالح نیولي دي.
په ورته مهال د زمري په ۱۹مه کندوز کې امنیتي ځواکونو د سلاموطندار سیمه ایزو خبریال حسیب حساس هم نیولی دی.
د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړي بنسټ نی په خپره کړې خبرپاڼه کې پکتیا کې د آریانانیوز د خبریال حبیب سراب خبر هم ورکړی دی.
یاد بنسټ دې خبرپاڼه کې هغو ټکو ته هم اشاره کړې چې میاشت وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو ویلي وو «څوک حق نهلري چې د رسنیو او خبریالانو په چارو کې لاسوهنه وکړي او یواځینی صلاحیت لرونکې مرجع د یاد وزارت د رسنیو د تخطۍ کمیسیون دی.»
د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړي بنسټ نی په یوې خبرپاڼه کې اندېښنه ښودلې چې د دغه ډول نیولو دوام به افغانستان کې د بیان آزادۍ او اطلاعاتو ته لاسرسی له ستونزو سره مخ کړي.
دا په داسې مهال دی چې د امنیتي ځواکونو له لوري د خبریالانو د نیولو یادو پېښو خبریالان اندېښمن کړي او خپل برخلیک او راتلونکې ته په وېره کې دي.