-
د پاکستان د دوست او ورور حکومت حساب له وسله والو ترهګرو جلا دی
Jan 19, 2024 02:11د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې د دواړو هېوادونو د پولو پر یوې برخې د حملې په اړه، د پاکستان د نه منلو وړ اقدام په غندلو سره اعلان وکړ چې د پاکستان د دوست او ورور حکومت حساب له وسله والو ترهګرو جلا دی.
-
جماعت الاحرار د ټي ټي پي مشر د پاکستان له پوځ سره په ملګرتیاتورن کړ
Jan 18, 2024 11:06له ټي ټي ټي ترهه ګرۍ ډ لې څخه جلا شوي ډلګئ جماعت الاحرارپه اعلامیې کې وئيلي دي ، د ټي ټي پي مشر نور ولی محسودد پاکستان دپوځ له استخباراتي ادارې آئي ایس آئي سره په ملګرتیا کې عمر خالد خراساني وژلی دی .
-
له پاکستان سره د افغانستان د پولې د تړل کیدا په باب افغان طالبانو سخت خبرداری ورکړ
Jan 18, 2024 09:28د افغانستان د طالبانو حکومت اعلان کړی که د پاکستان له حکومت سره د پولې په اړه په خبرواترو کې کومې موافقې ته ونه رسیږي، نو ددواړو هیوادونو پولې به د همیشه لپاره وتړي.
-
داعش خراسان په افغانستان کې د امریکایی ترهه ګرۍ پیدایښت (۲)
Jan 17, 2024 12:04د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو په تېره بیا ګاونډیانو ته د داعش خراسان ډلې د حملو او تخریب او ترهه ګرو پروګرامونو په زیاتیدا سره له دغې ډلې سره د سیمه ایزې اجماع په چوکاټ کې د مقابلې ضرورت زیات شوی دی.
-
داعش خراسان؛ په افغانستان کې د امریکايي ترهګرۍ پیدايښت (۱)
Jan 17, 2024 11:23داعش خراسان ترهګرې ډلې په رسمي توګه د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې خپل شتون اعلان کړ. دا ډله په عراق او سوریه کې د یو شمېر ماتې خوړلو ترهګرو له خوا چې د امریکا په ملاتړ سره افغانستان ته تللي دي، جوړه شوې ده.
-
کلتوري ډيپلوماسي د اسلامی ایران د بهرني سیاست لومړیتوب دی
Jan 17, 2024 03:04د ایران اسلامی جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ، فرهنګي ډيپلوماسي ، د ایران داسلامی جمهوریت دبهرني سیاست لومړیتوب دی .
-
د سپاه پاسدارانو ترهه ګرضدعملیات د نړیوالوژمنتیاؤ په رعایتولوسره شوي
Jan 17, 2024 03:08د سپاه پاسدارانو هوافضا ځواک د سه شنبې سهاروختي په ترکیبي عملیاتو کې دعراق په اربیل کې د ترهه ګرو ډلګیو او د موساد صهیونیسټي رژيم د حاسوسپي ادارې په مرکز او دغه ر از په سورئې کې د تکفلیری ترهه ګرو ډلګو په مرکزونو په ډرونز او توغندوي بریدونو سره سخت ټکونه ورکړل . د سپاه پارانو په جلاجلا خبرتیاؤ کې دتکفری ترهه ګرو ډلګیو سره دجدي مقابلې پر دوام ټينګار شوی دی .
-
د سیمې سوله اوثبات په افغانستان کې له سولې او ثبات سره تړلي دي
Jan 17, 2024 03:00د افغانستان په چارو کې د ایران د ولمسشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د پاستنان له لوړپوړو چارواکو سره په کتنې کې ټینګار وکړ،دسیمې سوله اوثبات ، په افغانستان کې له سولې او اثبات سره اړونده دی او هغه څه چې ددغې سولې له ټينګیدا سره مرسته کولی شي، د افغانستان د ګاونډيو هیوادونو په چورلیز توب سره سیمه ایز نوښتونه دي .
-
دیمن پوځ د صهیونیستي رژيم د کشتیو په ضد نوي علمیات ترسره کړل
Jan 17, 2024 02:51د یمن دپوځ په یوې اعلامیې کې وئیل شوي دي ، په سره سمندر کې ددغه وحشي رژيم په ضد دخپلو عملیاتو په دوام کې ئې له دغه رژيم سره اړونده یوه بله کشتۍ هم په شیشت کې په راوستوسره په اور کې سوځولې ده .
-
په عراق او سوریه کې د امریکا د پوځي حضور زیاتوالی
Jan 16, 2024 13:09امریکا له ۲۰۰۳ کال راهیسې د عراق له نیواک وروسته، په دغه هېواد کې پوځي شتون لري او د سوریې په مسله کې هم له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې، د نړیوالو په چوکاټ کې له تکفیري ترهګرې داعش ډلې سره د مبارزې په پلمه، په سوریې کې پوځي شتون لري. د عراق او سوریې د حکومتونو له پرلپسې غوښتنو سره سره، شواهد ښيي چې واشنګټن هڅه کوي، په دغو دوو هېوادونو کې خپل پوځي حضور زیات کړي، په تېره بیا د غزې له جګړې او په سور سمندرګي کې له امنیتي پرمختګونو وروسته.