-
ايران به په روان کال کې له ۲ څخه تر ۳ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوي
Aug 23, 2023 11:04د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر د دغه هېواد دفاعي او پوځي توان ته په اشارې سره وویل چې په روان کال کې به له دوو څخه تر درېیو سپوږمکیو فضا ته وتوغول شي.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تسنیم د عکاس آزادي په جدي توګه تعقیبوي
Aug 23, 2023 10:49د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د طالبانو له خوا د تسنیم خبري آژانس د عکاس د نیول کېدو په اړه اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو وزارت د هغه د خلاصون په اړه جدي اقدام کوي.
-
په ۲۰۲۱ کال کې امریکا کې ۴۷۵۲ ماشومان وژل شوي
Aug 23, 2023 11:35د امریکایي ماشومانو اکاډمۍ په څېړنې کې چې معلومات یې د امریکا د ناروغیو د کنټرول او وقایې د مرکز څخه تر لاسه کړي، ویل شوي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې امریکا کې په وسله وال تشدد اړوندو پېښو کې ۴۷۵۲ ماشومان وژل شوي دي.
-
الهول کیمپ د عراق او د نړۍ لپاره حقیقي ګواښ دی
Aug 23, 2023 00:48ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د ملي امنیت سلاکار قاسم الاعرجي پرون د جرمني د پارلمان له یوه پلاوي سره په کتنه کښې د الهول کیمپ وجود د عراق او د دنیا لپاره یو حقیقي ګواښ وباله.
-
دښمنان نشي کولای په تخریب او جاسوسۍ سره د دفاعي صنعت د پرمختګ مخه ونیسي
Aug 22, 2023 10:15د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د ایران د ملت دښمنان په بندیزونو، ترهګرۍ، صنعتي تخریب، د دفاعي صنعت په زیربناو باندې په مستقیمو حملو او جاسوسۍ سره، د دغه هېواد د دفاعي صنعت د ودې مخه نه شي نیولی.
-
د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې یو فلسطیني ځوان په شهادت رسېدلی
Aug 22, 2023 09:25فلسطیني سرچینو د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیسټي پوځیانو له خوا د یوه فلسطیني ځوان د شهادت خبر ورکړی.
-
د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله افغانستان ته ۵.۴ میلیارد ډالره زیان اوښتی
Aug 22, 2023 09:06د پاملرنې نړیواله موسسه وايي، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو له بندیز سره دغه هېواد ۵.۴ میلیارده ډالره زیانمن شوی دی.
-
له شپږم ټولګي پورته د ۱،۳ میلیون نجونو زدهکړې ځنډول شوې دي
Aug 22, 2023 08:40د پوهنې وزارت چارواکي وایي، چې دا مهال په هېواد کې ۲،۷ میلیونه نجونې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې پر زدهکړو بوختې دي، خو له شپږم ټولګي پورته د ۱،۳ میلیون نجونو زدهکړې ځنډول شوې دي.
-
د طالبانو د اوبو او برښنا وزارت له یوه ایراني شرکت سره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ
Aug 22, 2023 08:30د طالبانو د اوبو او برښنا سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور له یوه ایراني شرکت سره له بېلابېلو سرچینو څخه د برښنا د تولید، لیږد او وېش په برخو کې د پانګونې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
-
۸.۲ ميليونه افغانان په ګاونډيو هېوادونو کې کډوال دي
Aug 22, 2023 08:11د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسيف) وايي چې تر ۸.۲ ميليون زيات افغانان په ايران، پاکستان، تاجيکستان او ازبکستان هېوادونو کې ژوند کوي.