-
د لوی اختر په لومړۍ ورځ یوې جوړې د واده ځنډېدو له امله ځان وژنه کړې
Jun 07, 2025 11:46د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې یوې کوژدن شوې جوړې، د ولور نه پوره کولو او د واده دوامداره ځنډېدو له امله، له واده وړاندې ځان وژنه وکړه.
-
خیبرپښتونخوا کې ۳ پاکستاني پوځیان ووژل او ۴ نور له TTP سره یو ځای شول
Jun 07, 2025 11:23د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو په یوه برید کې د دغه هېواد درې پوځیان وژل شوي، بلخوا وزیرستان کې بیا ۴ پوځیان له دغه ډلې سره یو ځای شوي دي.
-
ملاحسن آخند: د نظام د بنسټونو په اړه ستونزې شته او باید وېښ اوسو
Jun 07, 2025 11:08د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند د لوی اختر لمانځه وروسته په خپله وینا کې ویلي، که څه هم ستونزې شته، خو باید ویښ واوسو، علما او ټول افغانان باید دښمن ته د نظام د بنسټونو د کمزوري کولو اجازه ورنه کړي.
-
نن په افغانستان او پاکستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده
Jun 07, 2025 11:02نن افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ نمانځل کېږي.
-
د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت زموږ مبارکي ومنئ
Jun 06, 2025 04:13د تهران راډیو ټول کارکوونکي په همدې مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بیا تاسو قدرمنو مینوالو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.
-
طالبان دې د افغان ښځو او نجونو د زده کړې او کار حقونه ورکړي
Jun 06, 2025 04:08د فارس خلیج د همکاریو شورا د افغانستان له اوسنیو واکمنانو غوښتي چې د ښځو د زده کړو او کار حقونه خوندي او له زیانمنو ډلو ملاتړ وکړي.
-
په افغانستان کې د کانګو تبې پېښې په زیاتېدو دي
Jun 06, 2025 04:00د لوی اختر په رارسېدو سره د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د کانګو تبې (CCHF) پېښې مخ په ډېرېدو دي.
-
د پاکستان استازی د م.م. په امنیت شورا کې د طالبانو پر ضد د کمېټې مشر شو
Jun 05, 2025 03:05په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د طالبانو د بندیزونو د کمېټې، چې د ۱۹۸۸ په نوم مشهوره ده، مشري په غاړه واخیسته.
-
غور کې د غوریانو د امپراتورۍ د دورې ۶۰ د سرو زرو سکې موندل شوي
Jun 05, 2025 03:02د افغانستان د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د غوريانو د دورې اړوند ۶۰ د سرو زرو سکې او یوه کوزه موندل شوې ده. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور مشر عبدالحي زعیم ویلي چې دغه قیمتي سکې او کوزه د الله یار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترلاسه شوې دي.
-
طالبان د کابل ژوبڼ بل ځای ته انتقالوي
Jun 04, 2025 02:40طالبان وايي، کابل ښار کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې کمولو او د دولت عوایدو زیاتولو په موخه د کابل ژوبڼ له اوسني ځایه بل مناسب او ازاد ځای ته لېږدول کېږي.