اندونیزیا د افغانستان د کتابتونونو په ډیجیټلي کېدو کې مرسته کوي
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې اندونیزیا چمتو ده د افغانستان د کتابتونونو د ډیجیټل کېدو لپاره لازم تخنیکي تجهیزات برابر کړي؛ داسې ګام چې د افغانستان د کلتوري مرکزونو د عصري کېدو په لور لومړۍ هڅه ګڼل کېدلای شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه، د اندونیزیا د سفارت له شارژدافېر «نندا ایوالیست» سره په کتنه کې د کلتوري همکاریو د پراخېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې کابل هیله لري اندونیزیا نه یوازې په عامه کتابتونونو، بلکې د افغانستان په موزیمونو او ملي آرشیف کې هم رول ولوبوي.
د اندونیزیا د سفارت شارژدافېر په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او اعلان یې کړی چې په نژدې راتلونکي کې به افغانستان ته د بېلابېلو کتابونو یوه ټولګه ډالۍ کړي.
خو په خبرپاڼه کې دا روښانه شوې نه ده چې آیا د ډیجیټل کولو دغه پروژه یوازې د کابل کتابتونونو ته ځانګړې شوې ده او که د ولایتونو عامه کتابتونونو ته هم غځېږي.
یوه ځانګړي کمېسیون، چې د طالبانو له لوري جوړ شوی، تر اوسه زرګونه جلده تاریخي، علمي، کلتوري او ټولنیز کتابونه راټول کړي او پر ځای یې مذهبي کتابونه وېشلي دي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې فرهنګي او علمي سرچینو ته د لاسرسي له کړکېچ سره مخ دی. د کابل عامه کتابتونونه، چې د دې هېواد د کتابونو له مهمو ساتنځایونو ګڼل کېږي، د معاصرو امکاناتو او ډیجیټلي سیستمونو د نشتوالي له امله د منابعو په ساتنه او مدیریت کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
د کتابتونونو ډیجیټل کېدل، چې علمي او فرهنګي سرچینو ته اسانه او پراخ لاسرسی برابرولای شي، د افغانستان د کلتور د برخې له اساسي اړتیاوو څخه شمېرل کېږي.