-
د نړئ د ترټولو ستر رهبر د ولولناکې او حماسه پنځونکي جنازې دستورې (تبصره)
Jul 03, 2026 14:57پارس ټوډې- له څو ورځو راهیسې د ایران د تهران ښار فضا بدله شوې ده. داسې ښکاري چې تهران د تل په پرتله په ډېرآرامښت کې ساه اخلي،البته له دروند غم سره، د خپل اتل او شجاع شهید رهبر له پاک جسد سره د خداي په آمانئ شیبې په رارسیدا دي.
-
د ملګرو امنیت شورا دې له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي
Jul 03, 2026 12:43پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران دایمي استازي د لوېدیځې اسیا د وضعیت په اړه د بحرین په غوښتنه د ملګرو ملتو د امنیت شورا د غونډې پر جوړېدو نیوکه وکړه او وې ویل، امنیت شورا باید له هغو پاروونکو اقداماتو څخه ډډه وکړي چې ډیپلوماسي کمزورې کوي او یا هم کړکېچونه لا پسې زیاتوي.
-
د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې به د ۱۰۰ هېوادونو مېلمانه ګډون وکړي
Jul 02, 2026 16:45پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د بېلابېلو هېوادونو ګڼ شمېر رسمي چارواکي، سیاسي شخصیتونه او ولسي پلاوي به د مجاهد او شهید لارښود د جنازې او وروستي درناوي په مراسمو کې ګډون وکړي.
-
اسرائیل غواړي د لبنان پوځ د مقاومت له ځواکونو سره مخامخ کړي
Jul 02, 2026 16:38پارس ټوډې – د لبنان د پارلمان مشر، په دې په ټینګار سره چې صهیونیسټي رژیم هڅه کوي د لبنان پوځ د مقاومت له ځواکونو سره مخامخ کړي، وویل چې دا موضوع د اسرائیلو د اقداماتو تر شا پټ اهداف څرګندوي، خو دا هڅه به هېڅکله بریالۍ نه شي.
-
د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزارت سرپرست سردار سید مجید ابنالرضا
Jul 01, 2026 14:28پارس ټودې- د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزارت سرپرست ووئيل؛ دفاعي توانمنئ به په ځاي ظرفیّتونو باندې په تکیې رسه پراختیا ومومي.
-
یو لبنانی استازی وائي؛د چوکاټ تړون باطل او بېاعتباره دی
Jul 01, 2026 13:41پارس ټوډې – د لبنان په پارلیمان کې د حزب الله فریکشن یوه غړي، د دغه هېواد د چارواکو له لورې له اسرائیلي رژیم سره د تړون د لاسلیکولو پر اقدام سختې نیوکې کړي او ویلي ئې دي چې «د چوکاټ تړون» باطل او بېاعتباره دی.
-
عرب لیکوال: امریکا او اسرائیل هېڅ تړون ته ژمن نه پاتې کېږي
Jul 01, 2026 12:58پارس ټوډې – یوه عرب لیکوال ویلي، تاریخ ثابته کړې چې امریکا او اسرائیل هغو ژمنو ته چې کوي یې، نه وفادار پاتې کېږي او نه هم پرې عمل کوي.
-
یو تکړه امریکائي شنونکی وا ئي؛ ایران له جنګه لا پیاوړی ووت
Jul 01, 2026 12:52پارس ټوډې – یو امریکائي شنونکي ویلي، د امریکا پوځي عملیات د دې لامل شول چې ایران د جنګ پای ته له رسېدو وروسته د پخوا په پرتله په لا پیاوړي دریځ کې شي.
-
قضاييه قوه، د نظام د نورو برخو د حرکت لپاره بېساری ځایګی لري
Jun 28, 2026 17:38پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب رهبر د ایران د قضاييه قوې د اونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې لیکلي دي: قضاييه قوه، د چارو د بهیر د اصلاح او د نظام د نورو برخو د حرکت لپاره یو کمساری، بلکې بېبدیله ځایګی لري، چې دا کار د همدې قوې په دننه کې د اصلاح او بیارغونې د بهیر د دوام غوښتنه هم کوي.
-
اروپایي ټولنې د اوربند د خلاف ورزئ په اړه اندېښنه څرګنده کړه،خود واشنګټن او تلابیب رول ئې له پامه وغورځاوه
Jun 29, 2026 06:10د اروپائي ټولنې د بهرني سیاست د کمیشن مسؤلې، پرته له دې چې د جنګ پای ته د رسېدو د تفاهملیک د مادو په نه پلي کولو کې د امریکا رول او د لبنان پر وړاندې د اسراییلو د دوامدارو تېريو یادونه وکړي، د اوربند د وروستئ خلاف ورزئ په اړه ئې اندېښنه څرګنده کړه او د مذاکراتو د لورو ترمینځ ئې د اړیکو د لارو د پرانیستې پاتې کېدو غوښتنه وکړه.