-
د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې غړو د انقلاب له معظم رهبر سره کتنه
Feb 22, 2021 07:23د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې غړې به نن د دوشنبې د رهبرۍ د خبرګانو د پنځمې دورې د اتمې غونډې په پای کې د انقلاب له معظم رهبر سره په امام خیمیني حسینیه کې کتنه وکړي.
-
اسلامی انقلاب په اساسی مسئلوکې بهادروځوانانوته رول لوبول ورزده کړل
Feb 20, 2021 12:28د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دغه پیغام کې فرمائيلي دي ؛ له تاسو خواږو محصیلیونو تمه کیږي ، چې په دغه له غنیمت ډک فرصت کې ، چې ستاسو په اختیار کې دی ،ځانونه ، لازیات په علمی ، دیني او اخلاقي صلاحیَتونو ښکلي کړئ او رول لوبونې ته تیار شئ ، او داسلامی انجمنونو ټولنې په دې باب لا درندې او البته ویاړمنې دندې لري .
-
برجام هله ارزښت لري چې پکښې د نظام ګټه ووينو
Feb 18, 2021 00:59د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د دفتر رئيس په دې باندې په تاکيد سره چې برجام هله ارزښت پېدا کوي چې مونږ پکښې د نظام ګټه وونيو، وويل: د ايټمي مسئلې په حقله مو له يوې ټولګې سره مودې مودې خبرې اترې وکړې او يوې نتيجې او موافقې ته ورسېدوو نو اوس به د خپلې موافقې په اړه بيا خبرې ونه وکړوو.
-
د ۱۳۵۶ هجري لمریز کال د تاریخي پاڅون په کلیزه د اسلامي انقلاب د ستر لارښود څرګندونې :-
Feb 17, 2021 13:22د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن سهار د دیارلس سوه شپږپنځوسم (۱۳۵۶) هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په نهویشتمه(۲۹) نیټه د تاریخي او د نه هیریدونکي پاڅون د کلیزې په مناسبت د تبریز له یوشمیر خلکو سره په تصویري ارتباط کښې د اسلامي انقلاب سترې بریاوې بیان کړې .
-
که په برجام کښې د مقابل لوري عمل ووينو مونږ به هم عمل وکړوو
Feb 17, 2021 12:42د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا...العظمی خامنه اي په خپله وروستۍ وېنا کښې د برجام ايټمي موافقې او د نظام د سياستونو په باره کښې وفرمايل: که د مقابل لوري عمل ووينو، مونږ به هم عمل وکړوو او دا ځل به اسلامي جمهوريت په تش خبرې او وعدې راضي نه شي.
-
آذربائيجان سيمه د بهرنيو حملو او تجزيه غوښتنې په وړاندې د ايران مضبوطه قلا ده
Feb 17, 2021 10:51د اسلامي انقلاب معظم رهبر آذربائيجان د بهرنيو حملو او تجزيه غوښتنې په مقابل کښې د ايران مضبوطه قلا وبلله.
-
امريکې د نړيوال ابرقدرت په جوړېدو کښې ماتې خوړلې ده
Feb 15, 2021 12:17د ايران د ټولوقواو د معظم قوماندان مرستيال او صلاحکار وويل: امريکې د نړۍ د ابرقدرت ياد امريکائي خپل سري قدرت په جوړېدو کښې ماتې خوړلې ده.
-
د ایران د ملت کلکه دریدا او تدبیرد ټرمپ د ناکامۍ سبب شوی
Feb 10, 2021 10:47د نړۍ درست خلک په دغو شپو ورځو کې د ایران دملت ستر پوروړي دي ،ځکه په تیرو درو کلونو کې د ایران د ولس په مقاومت او د حکومت په تدبیر سره د ټرمپ حکومت ماته وخوړله .
-
د اسلامی انقلاب د بریالیتوب کلیزه،د ایران د ملت دقدرت او وحدت بیلګه
Feb 10, 2021 10:23د اسلامي انقلاب د بریالیتوب درنښت او د کلیزې لمانځل ، سږکال که څه د کرونا ویروس د خوریدا په علت د روغتیائي پروټوکولونو په رعایتولو سره په مختلفو رودو سره ترسره کیږي ، البته په ډګر کې دغه شتون هماغه شان د اسلامي انقلاب د ارزښتونو د دوام او دانقلابی تاندوالي نښې نندارې ته وړاندې کوي .
-
د عراق مستقبل به د عراقي ځوانانو په لاسو کښې وي
Feb 10, 2021 01:02د اسلامي انقلاب معظم رهبر عراقي ځوانانوته په يو ليک کښې تاکيد وکړ؛ د عراق مستقبل به ستاسوپه لاسو او ستاسو لوړې ارادې سره جوړ شي.