معظم رهبر:
د عراق مستقبل به د عراقي ځوانانو په لاسو کښې وي
Feb 10, 2021 01:02 Asia/Kabul
د اسلامي انقلاب معظم رهبر عراقي ځوانانوته په يو ليک کښې تاکيد وکړ؛ د عراق مستقبل به ستاسوپه لاسو او ستاسو لوړې ارادې سره جوړ شي.
حضرت آيت الله العظمی خامنه اي پرون عراقي ځوانانو ته په يو پېغام کښې وفرمايل: زۀ تاسو ته د عراق د راتلونکي روښانه مستقبل زېرے درکوم هغه مستقبل چې ستاسو په لاسونو او ستاسو لوړې ارادې سره به جوړ شي.
معظم زياته کړه، ستاسولپاره دعا کوم او له پاک ربه غواړم چې تاسو ته د دنيوي او اخروي سعادت او په صراط مسقيم کښې د ثبات په حاصلولو کښې کاميابي او توفيق عطاء کړي.
ټیګونه