-
نړیوال استکبار ته به د صیاد خدايي د جنایت ځواب ورکړل شي
May 25, 2022 00:49ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر بیګا په یوې خبر پاڼه کښې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د یوه چارواکي شهید حسن صیاد خدايي د ټرور د غندلو په ترڅ کښې وویل، نړیوال استکبار به د دغه ټرور د جنایت ځواب ترلاسه کړي.
-
طالبانو په ترکیې کښې د غوندې په ترسره کیدا نیوکه وکړه
May 22, 2022 07:43تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ترکیې د دغه ډلې د ځینو مخالفو سیاسي ګوندونو د مشرانو د غونډې په ترسره کیدا نیوکه وکړه .
-
په فارياب ولايت کښې د خوړو په وړاندې
May 21, 2022 07:06په فاریاب کښې د "غنمو لپاره کار" پروګرام کښې ۲۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.
-
د ملګرو ملتونو د خوړو د مرستندویې طرحې څخه د ایران ملاتړ
May 20, 2022 02:16په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی د دې په بیانولو چي ټوله نړۍ د خوراکي توکو له کمښت څخه اغېزمن شوی، وویل: ایران د خوراکي توکو د ستونزو د هوارولو په زمینه کې د ملګرو ملتونو د هلوځلو ملاتړ کوي.
-
فلسطیني ډلو د لبنان د انتخاباتو د بریمنې ترسره کیدنې مبارکه وویله
May 19, 2022 01:13د فلسطیني ډلو مشرانو د لبنان د ټاکنو د ترسره کیدو په مبارکۍ سره د دغه هیواد لپاره د ترقۍ او پرمختګ آرزو وکړه
-
صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو په الاقصی جومات یرغل کړی
May 18, 2022 08:04فلسطین الیوم ورځپاڼې راپور ورکړ په لسګونو صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو د دغه رژیم د عسکرو په ملاتړ سره په الاقصی جومات یرغل وکړ .
-
ایران د افغانستان د کرهڼې په برخه کښې پانګونې ته تیار دی
May 17, 2022 01:10په افغانستان کښې د ایران سفیر د دغه هیواد د کرهڼیزو محصولاتو اخیستو ته د خپل هیواد د چمتووالي خبر ورکړ
-
امریکا او بریتانیا د لیبیا انتخابات ناکامه کړي دي
May 16, 2022 00:42رای الیوم ورځپاڼې راپور ورکړ د سیف الاسلام قذافي وکیل ایشوا کړه چې د امریکا او د بریتانیا د سفیرانو لاسوهنې د لیبیا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډیدا او په دغه هیواد کښې د انتخاباتو د بهیرونو د ماتي سبب شوي دي .
-
د امریکا او د سعودي عربستان چارواکو خبرې کړي
May 15, 2022 01:04عربي ۲۱ اینټرنیټ پاڼې پرون د اینټرسیپټ پاڼې په قول راپور ورکړ د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای له مشر سره کتنه کړي ده او دواړو لورو د تیلو د بازار او د عربستان لخوا له چین څخه د وسلو د اخیستلو په هکله د نظر تبادله کړي ده .
-
له اوکراین سره مرسته د امریکا ملي امنیت ته ګواښ کوي
May 14, 2022 09:15زمونږ خبریال وايي د امریکا د ریپبلیکن ګوند سناتور رند پال له اوکراین سره د واشنګټن په مرستو باندې نیوکې سره دغه اقدام د امریکا د ملي امنیت لپاره ګواښ وباله .