-
سردار شکارچي: د امریکا پوځ د پیاوړي ایران پر وړاندې د درېدو توان نه لري
Mar 27, 2026 04:50پارس ټوډې – د ایران د وسله والو ځواکونو لوړ پوړې ویاند وویل: د صهیونیسټي رژیم هدیرې مو آبادې کړې؛ دوی حتی د خپلو پوځیانو مړي هم نه ورکوي.
-
سرلښکر رضايي امریکا ته په خطاب کې: په فارس خلیج کې به ډوب شئ
Mar 24, 2026 21:20پارس ټودې – د سپېڅلې ۸ کلنې دفاع پر مهال د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان له امریکايي صهونیسټي دښمن څخه د ټولو زیانونو تر اخیستو پورې د جګړې پر دوام ټینګار وکړ.
-
په ایروان کې د ایران د میناب ښوونځي له شهیدانو سره د ارمني زده کوونکو پیوستون
Mar 24, 2026 21:09پارس ټوډې – د ایران د میناب ولسوالۍ پر شجره طبیه ښوونځي باندې د امریکا او اسرائیلو د برید او له امله یې د یوزیات شمېر زده کوونکو د شهادت په غبرګون کې، د ایروان په یوه جومات کې د ارمني ایران پېژندونکو، ښوونکو او زده کوونکو په پراخ ګډون سره د پیوستون او درناوي مراسم ترسره شول.
-
له ایران سره د جګړې تورمي آثارو په تړاو د امریکا د مرکزي بانک د رئیس خبرداری
Mar 19, 2026 09:08پارس ټوډې – د امریکا د مرکزي بانک رئیس د دې هېواد پر اقتصاد باندې له ایران سره د جګړې د آثارو او په امریکا کې د تورم د لوړېدو په تړاو خبرداری ورکړ.
-
روسیه: د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائيلو یرغل غیرقانوني دی
Mar 14, 2026 22:08پارس ټوډې – په بریتانیا کې د روسیې سفیر پر ایران باندې د امریکا او صهیونیسټي رژیم یرغل چې د اټومي مذاکراتو په جریان کې ترسره شو، غیرقانوني وګڼلو او د ډیپلوماسۍ لارې ته پر ستنېدو یې ټینګار وکړ.
-
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده: ایران د امریکا او اسرائیلو د پوځي یرغل پر وړاندې له ځانه د دفاع حق لري
Mar 14, 2026 02:37پارس ټوډې – د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا، له ځانه په دفاع کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر حق باندې په ټینګار سره، پر ایران باندې د امریکا او صهیونیسټي رژیم د پوځي یرغل د بندېدو غوښتنه وکړه.
-
لاریجاني: تاسو نه پرېږدو څو خپله خطا ومنئ او تاوان ورکړئ
Mar 14, 2026 02:20پارس ټوډې – د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي لیکلي: د جګړې پیلول آسانه دي، مګر پایته رسول یې په څو ټویټونو سره نه ترسره کېږي. تاسو نه پرېږدو څو خپله خطا ومنئ او د هغه تاوان ورکړئ.
-
امیر البحر تنګسیري یرغلګرو ته: که شک لرئ، د هرمز تنګي ته نږدې شئ!
Mar 11, 2026 09:44پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک قوماندان ټینګار وکړ چې پر ایران باندې د یرغلګرو اړوند هېڅ کښتۍ، له هرمز تنګي څخه د تېرېدو حق نه لري.
-
عراقچي: ایران له ځان سره ډېرې غافلګیرۍ لري
Mar 10, 2026 08:12پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: ایران د هرډول توطئې پر وړاندې په بشپړه توګه چمتو دی، موږ هم له ځان سره ډېرې غافلګیرۍ لرو.
-
امریکا او صهیونیسټي رژيم به پخپلو کړنو پښمانه کړو
Mar 01, 2026 08:07پارس ټوډې – د امریکا او صهیونیستي رژیم له خوا پر ایران د تېري کوونکي برید، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د شهادت، د یو شمېر پوځي قومندانانو او همدارنګه د سلګونو عامو خلکو په شهادت پسې، د ایران وسلهوالو ځواکونو جلا جلا اعلامیې خپرې کړې.