-
قالیباف: د صهیونیسټي رژیم هدف د اسلامي امت کمزوري کول او تجزیه کول دي
Jan 19, 2026 09:13پارسټوډې – د ایران د اسلامي شورا رئیس وویل: صهیونیسټان د تفرقې او بېثباتۍ د رامنځته کولو له ستراتیژۍ سره هڅه کوي اسلامي هېوادونه کمزوري او تجزیه کړي، څو په دې وسیله پر سیمې خپل تسلط ټینګ کړي.
-
د ایران په وړاندې ډيپلوماټیکې حل لارې ته هیله من یوو
Jan 17, 2026 01:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د مینځني ختیځ په چارو کښې د امریکا د ولسمشر ټرامپ ځانګړي استازي «اسټیو ویټکاف» د ایران پرضد د احتمالي پوځي اقدام په هکله هیله څرګنده کړه چې واشنګټن له ایران سره یوې ډيپلوماټیکې حل لارې ته ورسیږي.
-
د نړیوالو قوانینو پراساس د فلسطین د مسلې حل کول ضروري دي
Jan 16, 2026 23:40زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د پاکستان دائمي استازي «عاصم افتخار» وویل چې د نړیوالو قوانینو پراساس د فلسطین د مسلې هوارول اړین دي.
-
د ایران ملت په هوښیارتیا سره د امریکا دسیسې له ماتې سره مخ کړې
Jan 16, 2026 10:11ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ مشر سید عبدالملک الحوثي ټینګار وکړ د ایران ملت په خپلې هوښیارۍ او ویښتیا سره د امریکا دسیسې له ماتې سره مخامخ کړې.
-
امریکا ته د ایران خبرداری؛ د دولس ورځنی جنګ ماتې خوړلې تجربه بیا ځلې ونه ازموئ
Jan 16, 2026 09:37پارس ټوډی- تهران د ایران پرضد د صهیونیسټ رژيم د دولس ورځني جنګ په بهیر کښې د ماتې خوړلې تجربې د تکرارولو په هکله د امریکا ولسمشر ټرامپ ته خبرداری ورکړ.
-
د امنیت شورا د غونډې په ترسره کولو کښې د امریکا اقدام شرمونکی دی
Jan 16, 2026 08:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر« سید عباس عراقچي» د ملګروملتونو له سرمنشي «انټونیو ګوټریش» سره په خبرو کښې وویل په ایران کښې د وسله والو ټروریسټانو په وسلو سمبالولو او منظمولو کښې د صهیونیسټ رژيم نیغ په نیغه رول او له دغو ترهګرو د امریکا ملاتړ ښکاره دی.
-
د ایران اسلامي جمهوریت به هرډول تیري ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي
Jan 16, 2026 07:53زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي «امیر سعید ایرواني»وویل مونږ نه تاوتریخوالی او نه جنګ غواړو خو که چیرې تیری وشو نو غاښ ماتونکی ځواب به ورکړو.
-
د زور کارول به حالات نور پسې هم خراب کړي
Jan 16, 2026 07:41زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د پاکستان دائمي استازي «عاصم افتخار» وویل مونږ د ایران او د سیمې د حالاتو په هکله اندیښمن یوو او د هر هیواد پرضد د زور کارول به حالات نور پسې خراب کړي او ډيپلوماټیکه روده باید غوره شي.
-
د انګلستان د پارلمان غړې: لندن باید په ایران کې هر ډول بهرنۍ لاسوهنه رد کړي
Jan 14, 2026 09:38پارسټوډې – د انګلستان د پارلمان یوې غړې وویل، که دا هېواد په رښتیا هم د ایران د خلکو په اړه اندېښنه لري، باید د بندیزونو له سیاست او د هغو تر شا له امپریالیستي تګلارو سره مخالفت وکړي.
-
اسرائیلو د غزې پرضد بمباریو ته دوام ورکړی
Jan 13, 2026 02:20ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو د فلسطین د غزې تړانګې په مرکز کښې د «دیر البلح» ښار په ختیځ باندې درې ځله بمباریانې وکړې.