د فرعون تړون د سیمې د ټولو مشکلاتو جرړه ده
علي باقري وویل ه نن سبا ټول هیوادونه دغه خبره مني چې امریکا په فارس خلیج سیمه کښې د بې ثباتۍ سرچینه ده چې یوه نښه یې په عربو هیوادونو کښې د امریکا پوځي اډې دي.
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا د دارالانشا د نړیوال امنیت او د بهرني سیاست مرستیال «علي باقري» په ماسکو کښې د لوړرتبه امنیتي چارواکو د څوارلسمې نړیوالې غونډې په څنګ کښې خپلو دوو اړخیزو کتنو ته په اشارې سره وویل: په سیمه کښې د نوي امنیتي معادلې د رامینځته کولو په هکله د ایران نوښت د دغو هیوادونو له هرکلي سره مخامخ شو.
هغه ټینګار وکړ د دغه نوي امنیتي معادلې رامینځته کیدل باید د سیمې د هیوادونو په مشارکت او د امریکا د لاسوهنې له نفي کولو او د صهیونیسټ رژيم د نفوذ له ردیدا سره یوځاې ووسي.
علي باقري زیاته کړه نن سبا ټول هیوادونه دغه خبره مني چې امریکا په فارس خلیج سیمه کښې د بې ثباتۍ سرچینه ده چې یوه نښه یې په عربو هیوادونو کښې د امریکا پوځي اډې دي.
د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا د دارالانشا مرستیال علي باقري په دوام کښې په فارس خلیج سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم د بې ثباتۍ د رامینځته کولو رول ته اشاره وکړه او ویې ویل دغه رژیم په ښکاره ویلي دي چې د خپلو ناجایزو سرحدونو د پراخولو هڅه کوي او نیت لري چې د سیمې نور هیوادونه هم ونیسي.
باقري زیاته کړه امریکا او صهیونیسټ رژیم چې وايي د ابراهیم تړون د سیمې لپاره سوله او ارامښت راوړلی شي یوازې دروغ دي بلکې حقیقت د فرعون تړون دی چې مشر یې فرعوني ماشوم وژونکی او د خلکو وژونکی رژیم دی او د دغه ایډیا دودول به په سیمه کښې د بې ثباتۍ او د ناامنۍ دودیدل وي.