-
غزې کښې د اسرائیلو د پوځ دوه جګړانان هلاک شول
Aug 18, 2024 07:28زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د نیواکګر ظالم رژیم حملې دوام لري او په مرکزي غزې کښې د جنګ په وخت د اسرائیلو د پوځ دوه جګړانان میجر یوټم یتزاک پیلیډ او میجر موردچائی یوسف بن شوم هلاک شول.
-
په الاقصی جومات تیری د تاوتریخوالو د زیاتولو لپاره دی
Aug 14, 2024 11:59ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست علي باقري کني په الاقصی جومات باندې د اسرائیلو د جعلي رژیم د کابینې د ځینو وزیرانو او د صهیونیسټ ښارګي میشته تیری په سیمه کښې د بې ثباتۍ او د تاوتریخوالي د زیاتولو لپاره لمسونکی اقدام وباله.
-
اسرائیل موافقې ته د رسیدا ستر خنډ دی
Aug 13, 2024 00:51ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د جنګ وزیر «یواو ګالانټ» په رسمي څرګندونو کښې ومنله چې دغه رژیم د فلسطین له مقاومت ډلو سره د بندیانو په تبادلې او د اوربند د موافقې په لاسلیک کول کښې د ځنډ عامل دی.
-
دریو اروپايي هیوادونو له ایران وغوښتل په اسرائیلو برید مه کوي
Aug 12, 2024 09:14ایرنا خبري اژانس راپور راکړی انګلستان ، جرمني او فرانسې نن په یوې ګډې بیانیې کښې له ایران څخه وغوښتل چې په صهیونیسټ رژیم باندې له حملې کولو چې د دغو دریو هیوادونو په ګومان د تاوتریخوالو د زیاتیدا او د اوربند د امکان د له مینځه تلو سبب کیږي ډډه وکړي.
-
اسرائیل د مقاومت د چورلیز له حملې څخه په ویره کښې دی
Aug 12, 2024 08:05ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د شهید اسماعیل هنیه له ټرور وروسته صهیونیسټ رژیم د مقاومت د چورلیز د سختې غچ اخیستونکي حملې له پایلو د ویریدا په وجه د خپل هوايي ځواک تیارسی تمدید کړ.
-
حماس غورځنګ د اسرائیلي عسکر د وژلو مسوولیت پرغاړه واخیست
Aug 12, 2024 07:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام غونډ په یوې بیانیې کښې د لویدیځې غاړې په شمال کښې د اردن په غور سیمه کښې د ډزو چې یو صهیونیسټ عسکر پکښې ووژل شو مسوولیت پرغاړه واخیست.
-
حماس غورځنګ د اوربند د موافقې د اجرا کیدا غوښتنه وکړه
Aug 12, 2024 07:26زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د غزې په مینځګړو باندې غږ وکړ چې د نورو خبرو اترو د ترسره کولو پرځاې د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا د اوربند پلان اجرا کړي.
-
اسرائیلو په لبنان کښې د حماس یوبل مهم مشر ټرور کړ
Aug 10, 2024 02:26زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو پوځ وايي د حماس یو جګپوړی امنیتي چارواکی یې لبنان کې په هوايي برید کې شهید کړی
-
امریکا له اسرائیلو سره ۳۰۵ میلیارډه ډالره مرسته کوي
Aug 10, 2024 02:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړ چې واشنګټن به د پوځي وسلو او د تجهیزاتو د اخیستلو لپاره د اسرائیلو رژیم ته درې سوه پینځه میلیارډه ډالره ورکړي.
-
د ایران او د امریکا ترمینځ د پیغام د انتقالیدا چینلونه تل شته
Aug 10, 2024 01:51ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ په دې خبرې سره چې د ایران د جایزې دفاع حق د غزې تړانګې له اوربند سره هیڅ ارتباط نلري وویل د ایران او د امریکا ترمینځ د پیغام د انتقالیدا لپاره رسمي مستقیم او مینځګړي چینلونه تل شته دي او د لورو ترجیح دا ده چې جزیات یې ښکاره نشي.