الاقصی طوفان په لوېدیځه آسیا کې د بدلون پیلامه ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152990
د لبنان د حزب ا... د عمومي منشي مرستیال وویل، د الاقصی طوفان عملیات د مقاومت د شتون او رول له لارې په لوېدیځه آسیا کې د بدلون پیلامه ده.
(last modified 2024-10-08T12:58:13+00:00 )
Oct 08, 2024 17:22 Asia/Kabul
  • الاقصی طوفان په لوېدیځه آسیا کې د بدلون پیلامه ده

د لبنان د حزب ا... د عمومي منشي مرستیال وویل، د الاقصی طوفان عملیات د مقاومت د شتون او رول له لارې په لوېدیځه آسیا کې د بدلون پیلامه ده.

د حزب الله د عمومي منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم د سه شنبې په ورځ وویل، د الاقصی له جګړې مخکې د نیواکګرو هدف، د مقاومت ختمول او د فلسطینیانو نسل وژنه وه او هغه څه چې دښمن یې ترسره کوي، مبارزه نه ده، بلکې د انسانیت عامه وژنه ده.

د لبنان د حزب ا... د عمومي منشي مرستیال په دې خبرې سره چې مقاومت په پراخې جبهه کې له نیواکګرو سره جنګېږي څرګنده کړه چې د غزې مقاومت په تېر یوه کال کې ثابت دی او ثابته کړه چې ممکن نه دي د فلسطین ملت او مقاومت مات شي.

شیخ نعیم قاسم همدارنګه په دې خبرې په ټینګار سره چې ایران په قول او عمل کې د صهیونیسټي رژیم د نسکورولو په لاره کې اقدام کوي وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په وعده صادق په عملیاتو سره تل ابیب په نښه کړ چي وښیي له مقاومت څخه ملاتړ کوي.