-
که ژمنې ماتې کړئ،نو په ترټولو ښې زده کړئ شوي ژبې به درسره خبرې وکړو
Jun 10, 2026 11:47پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا مشر د امریکا له لورې د یرغلونو او د اوربند د ماتولو په غبرګون کې ټینګار وکړ؛ که تاسو خپلې ژمنې ماتې کړئ، نو مونږ به په هغې ژبې درسره خبرې وکړو چې تر ټولو ښه مو زده کړې ده::
-
د شهید رهبر د جنازې او تدفین دستورې د محرم له لومړۍ لسیزې وروسته ترسره کېږي
Jun 09, 2026 15:24پارس ټوډې- د شهید مجاهد امام، حضرت آیتالله العظمی خامنهای (قدس الله نفسه الزکیه)، او د اسلامي انقلاب د رهبر د کورنۍ د شهیدانو د خداي په آمانئ، جنازې او تدفین د مراسمو لپاره د پراخو چمتووالو او پلانونو له ترسره کېدو سره، خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د هېواد په داخل او بهرنیو رسنیو کې د دغو مراسمو د وخت او جزئیاتو په اړه خپرې شوي اټکلونه او آوازې، چې د دې سترې پېښې د ګډونوالو او مینهوالو لپاره ئې ابهام رامنځته کړی، هېڅ اعتبار نه لري.
-
د ایران او اسرائیلو د وروستۍ لنډمهاله ډغرې پیغامونه څه دي؟
Jun 09, 2026 12:52پارس ټوډې – بالاخره د اسرائیلي رژیم او ایران ترمینځ د جنګ نوی پړاؤ ، چې د دغه رژیم له خوا پر لبنان د پرلهپسې بریدونو په نتیجې کې رامینځته شوی، د یکشنبې په ورځ پیل پيل او پاي ته ورسید . که څه هم ددغه ډغره لنډمهاله وه، خو مهم پیغامونه ئې له ځان سره لرل.
-
صهیونیسټي رژیم دې پر لبنان خپل بریدونه ودروي
Jun 08, 2026 06:18د ایران د اسلامی جمهوریت د خاتمالانبیا مرکزي غونډ قوماندان،سردار عبداللهي په یولړ څرګندونو کې وویل: مونږ مخکې خبرداری ورکړی ؤ چې که د لبنان په ضاحیې کې جنایتونه پراخ شي، نو بیا به هم کوټلی ځواب ورکړو.
-
په کرمان ولایت کې د وسلو یوه ستره جوپه کشف او ونیول شوه
Jun 08, 2026 05:32د پولیسو ویاند د تاوتریخجنو جرمونو د مخنیوي او کشف په برخې کې د لاسته راوړنو یادونه وکړه او وې ویل: په دې تړاو ۳۶ تورن کسان هم نیول شوي او له لومړنیو تحقیقاتو وروسته عدليې او قضائي مراجعو ته سپارل شوي دي.
-
عراقچي وروستي بدلونونه له لوړپوړو سیمه ایزو چارواکو سره وارزول
Jun 08, 2026 05:24پارس ټوډې - د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي د بریتانیا،مصر،قطر، ترکیې د بهرنیو چارو له وزیرانو او د پاکستان د پوځ له عمومی قوماندان سره د وروستیو حالاتو په اړه ټيلیفوني خبرې اترې وکړې
-
د امریکا او صهیونیستي رژیم پوځي مرکزونه او شتمنۍ روا ټارګټونه دي
Jun 08, 2026 05:09پارس ټوډې - د ایران د ملت پر ضد سمندري محاصره او د صهیونیستي رژیم لپاره د امریکا وروستی شین څراغ، په سیمې کې د امریکا او صهیونیستي رژیم پوځي مرکزونه او شتمنۍ په روا ټارګټونو بدلوي. زمونږ د وسلهوالو ځواکونو لاسونه د پخوا په څېر ازاد دي.
-
د فلسطین مقاومت غورځنګ شپږ صهیونیسټان مړه او ژوبل کړل
Jun 07, 2026 14:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې د مقاومت د ځواکونو په عملیاتو کښې یو صهیونیسټي هلاک او پینځه نور ژوبل شول.
-
بقایي: د بېګناه ماشومانو وژل پر انساني وجدان تعرض دی؛ بېګناه ماشومان په کومه ګناه په جګړو کې وژل کېږي؟
Jun 05, 2026 15:45پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «د یرغل له امله د قرباني شویو بېګناه ماشومانو نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه پیغام کې ولیکل: هر هغه ماشوم چې د یرغلګرو د جنګي جنایتونو له امله وژل کېږي یا زیان ویني، د انسانیت یوه برخه ورسره خاورو ته سپارل کېږي.
-
د اسلامي همکاریو سازمان: د تلابیب اقدامات له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده
Jun 05, 2026 15:03پارس ټوډې – په ملګرو ملتونو کې عربي ډلې او د اسلامي همکاریو سازمان د فلسطین په نیواکي سیمو کې د صهیونیسټي رژیم پر وروستیو اقداماتو سختې نیوکې کړې او خبرداری یې ورکړی چې دغه اقدامات په منظم ډول د فلسطینیانو حقونه تر پښو لاندې کوي.