-
د مجاهدینو د غورځنګ د مشر شهادت به د مقاومت ډلو اراده ماته نه کړي
Jun 08, 2025 02:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ په یوې خبر پاڼه کښې د شیخ اسعد ابوشریعه او د هغه د ورور احمد ابو شریعه د شهادت په مناسبت د فلسطین ملت ، عربي او اسلامي ملت او د نړۍ پتیالیو ته مبارکي او تسلیت ووایه او ټینګار یې وکړ چې د مجاهدینو د غورځنګ د مشر شهادت به د مقاومت ډلو اراده ماته نکړي.
-
د اروپا د پارلمان دوه سوو غړیو د ماډلین کشتۍ ملاتړ وکړ
Jun 08, 2025 01:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل چې تراوسه د اروپا د پارلمان څه د پاسه دوه سوه غړیو د ازادۍ په کاروان کښې له حاضرو نړیوالو فعالانو سره چې په ماډلین کشتۍ کښې سپاره دي او د غزې تړانګې په لور د حرکت کولو په حال کښې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
-
په غزې کښې د لوږې له جنګ څخه د امریکا ملاتړ ویرونکی دی
Jun 08, 2025 01:22ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ډیموکراټ ګوند د مشرانو جرګې غړي «برني سنډرز» په یو لړ څرګندونو کښې ټینګار وکړ چې د فلسطین د ملت پرضد د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د لوږې له جنګ څخه د واشنګټن ملاتړ ویرونکي مسله ده.
-
په غزه کې د اختر په لومړۍ ورځ ۴۲ فلسطینیان په شهادت رسېدلي
Jun 07, 2025 12:30د را پورونو له مخې؛ په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د بمبارۍ له امله، د اختر په لومړۍ ورځ ۴۲ فلسطینیان په شهادت رسېدلي دي.
-
د القسام خبرداری: جګړه ودروئ، که نه نو لا زیات تابوتونه به ترلاسه کړئ
Jun 07, 2025 09:25پارس ټوډې - د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) پوځي څانګې، القسام کنډکونو ویاند د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې په سخت خبرداري سره ټینګار یې وکړ: تاسو یوازې دوې لارې لرئ؛ یا جګړه ودروئ یا د لا زیاتو پوځیانو د تابوتونو ترلاسه کولو لپاره چمتو اوسئ.
-
له هند څخه تر ایټالیا پورې؛ د اسرائیلي رژیم پر ضد د هوايي بندیزونو کړۍ تنګه شوه
Jun 07, 2025 09:03پارس ټوډې - د صهیونیسټي رژیم رسنیو نیواکي سیمو ته د نړیوالو الوتنو د بندېدو له دوامه خبر ورکړی دی.
-
په غزې کې د لسګونو فلسطینیانو په وژلو سره؛ اختر د وینو رنګ واخیست
Jun 07, 2025 08:27پارس ټوډې - د قدس اشغالګرو د جمعې په ورځ او د لوی اختر په ورځ هم په غزه کې له جنګي جنایتونو او نسل وژنې څخه لاس وانخیست او د دې تړانګې پر بېلابېلو سیمو په بمبارولو سره یې، لږ تر لږه ۳۵ فلسطیني وګړي په شهادت ورسول.
-
اسرائیل باید یا د جنګ بندول یا د پوځیانو ډیر تابوتونه انتخاب کړي
Jun 07, 2025 01:59ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي څانګې القسام غونډ ویاند «ابو عبیده» د نیواکي ټاټوبو وسیدونکو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل اسرائیل یوازې دوې(۲) لارې مخ ته لري یا خپل مشران د جنګ بندولو ته مجبوره کړي یا د ډیرو تابوتونو د بیرته ستنیدا لپاره چمتو شي.
-
په غزې کښې د ماشومانو وژلې د نړۍ د خلکو غصه راپارولي ده
Jun 07, 2025 01:15ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په فلسطین کښې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسیف ویاند «کاظم ابوخلف» وویل د بې ګناه ماشومانو وژلې او هغه څه چې په غزې کښې روان دي د دنیا د خلکو غصه راپارولي ده.
-
د فلسطین د مقاومت ډلو دقیق کمین د اسرائیلو پوځ حیرانه کړ
Jun 06, 2025 07:30ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم رسنیو د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کښې د خان یونس ښار په ختیځ کښې د یوې ډیرې سختې امنیتي پیښې د رامینځته کیدا خبر ورکړ چې پکښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ یو ځانګړی یونټ د فلسطین د مقاومت ډلو له کمین سره مخامخ شو.