تاسوجرمنیانو نازیزم رامنځته کړ،او مونږ ایټالیاوالو اواسپانیاوالو فاشیزم
https://parstoday.ir/ps/news/world-i163994-تاسوجرمنیانو_نازیزم_رامنځته_کړ_او_مونږ_ایټالیاوالو_اواسپانیاوالو_فاشیزم
پارس ټو ډې-  د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتو  ځانګړې استازې د فلسطین د خلکو له  ملاتړو سره د جرمنی  د پولیسو  د  یوه افسر  د تاوتریخجن  چلند په اړه غبرګون وښود.
(last modified 2025-08-31T08:59:48+00:00 )
Aug 31, 2025 13:26 Asia/Kabul
  •   تاسوجرمنیانو نازیزم رامنځته کړ،او مونږ ایټالیاوالو اواسپانیاوالو فاشیزم

پارس ټو ډې-  د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتو  ځانګړې استازې د فلسطین د خلکو له  ملاتړو سره د جرمنی  د پولیسو  د  یوه افسر  د تاوتریخجن  چلند په اړه غبرګون وښود.

د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتو  ځانګړې استازې فرانچسکا آلبانزه، د جرمني حکومت ته وویل؛تاسو نازیزم رامینځته کړ، لکه څنګه چې مونږ ایټالویانو او هسپانويالو فاشیزم رامینځته کړ.  دا څرګندونې د فرانچسکا آلبانزه له خوا وروسته له  دې شوې چې د پنجشنبې ورځې راهیسې یو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، چې ښئي د جرمني یو پولیس افسر په غزې کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو پر ضد  د فلسطینیانو  دملاتړو په یوه لاریون کې د یوه اعتراض کونکي په مخ  د څپیړو ګوزارونه کوي  او هغه  په وینو  کې په لیت پیت حالت کې نیسي.

   پارس‌ټوډي  د تسنیم خبري اژانس په حواله راپور ورکوي، د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د جمعې په ورځ د جرمني  د پولیسو له خوا د فلسطین له ملاتړو سره د تاوتریخجن چلند په غبرګون کې وویل: «زه  خپلو جرمني  ملګرو ته یادونه کوم: تاسو نازیزم رامینځته کړ، هماغه شان لکه څنګه چې مونږ ایټالویانو او هسپانیاوالو فاشیزم رامینځته کړ. دغو ائیدیالوژیو یو وخت اروپا ویجاړه کړه.» میرمن  آلبانزه په ایکس ټولنیز چینل کې د جرمني چارواکو ته په خطاب کې ولیکل: «تاسو په خپل هیواد کې د پېښو مسؤل یاست. خپل پولیس کنټرول کړئ. وضعیت له کنټروله وتلی دی.»  آلبانزه د آلمان د نازیزم تیر وخت  ته په اشارې سره، د حکومتي تاوتریخوالي د کنټرول د  نشتوالي پایلو باندې ټینګار وکړ.  سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې آلمان ځان د بشري حقوقو او نړیوالې سولې مدافع بولي، خو عملي کړنې ئې د دغه انځور برعکس ښئي. په داسې حال کې چې برلین د عدالت او نړیوال امنیت د ملاتړ په شعار سره راڅرګندیږي، سیاستونه ئې په عمل کې په نړۍ کې کړکیچ او بې ثباتۍ ته لمن وهي. دا تضاد نه یوازې د  جرمني نړیوال موقف کمزوری کړی، بلکې په کړکیچنو  سیمو کې پراخ امنیتي او بشري پایلې هم لري. د راپورونو له مخې، د آلمان دوه مخي چلند د نړیوالو بنسټونو له خوا د دغه هیواد د مسؤلیت او حساب ورکولو اړتیا روښانه کړې ده. 

د غزه په کړکیچ کې ګډون

جرمنی، له نړیوالو دباؤنو سره سره چې د غزې په اړه د اسرائیلو د تیریو د ځواب ویلو غوښتنه کوي، د دې رژیم ملاتړ یې زیات کړی دی. د آلمان صدراعظم د فلسطین د ملاتړو غوښتنو په ځپلو  سره، د اسرائیلو له رافائل شرکت سره د ۴۰۸ میلیون ډالرو  په ارزښت د وسلو تړون لاسلیک کړی دی. د اسرائیلو لپاره د وسلو د دویم لوي صادرونکي په توګه د جرمني دریځ ښئي چې برلین د نسل وژنې او بشري حقوقو د خلاف ورزئ په سیاستونو کې شریک دی. دا تاریخي کړنې له   دوهم نړیوال جنګه رانیولې تر نن ورځې پورې د جرمني  د کړکیچ جوړونکو سیاستونو دوام یادوي او ښئي چې د سولې او نړیوال عدالت شعارونه یوازې تبلیغاتي پوښښ دي.

 ایټمی ګواښونه او د نړیوال امنیت کړکیچ

د فرانسې اوجرمنی  ترمینځ د  ایټمي مخنیوي او د اروپا د امنیت په اړه د خبرو اترو له پیل سره سم،جرمني  یوه خطرناک میدان ته  وارد شوی دی. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته معاهداتو له مخې، آلمان د ایټمي  وسلو د پراختیا حق نه لري او د دوو نړیوالو جګړو تراخې تجروبې ښئي چې د دغه  هیواد هر ایټمي اقدام کیدای شي نړیوالې غمیزې ته لاره هواره کړي. له فرانسې سره وروستیو خبرو اترو، د نړیوالو اصولو خلاف، کړکیچونه  زیات کړي او د  ایټمي انرژۍ  د  نړیوال آژانس  او ملګرو ملتو چوپتیا جدي پوښتنې راپورته کړې دي. د آلمان کړنې په دې برخه کې د کړکیچ جوړونې او نړیوال امنیت ته د ګواښ یوه روښانه بیلګه ده. 

د اوکراین بې ثباته کول او د اروپا پوځي کول

جرمني په اوکراین کې هم د کی‌یف د وسلو ملاتړ او د سولې خبرو اترو مخنیوي سره کړکیچونو ته لمن وهي. د جرمني  صدراعظم د اوکراین لپاره د وسلو خرڅلاو د دوام په توجیه کولو سره،له روسيې سره د سایبري او اطلاعاتي جګړې خبرې کړې دي. دغه هیواد همدارنګه لویه دفاعي بودیجه ځانګړې کړې او پلان لري چې د خپلو پوځي ځواکونو شمېر له یو لک اتیا زرو څخه تر ۲۰۳۰  لسیزې پورې تر دوه لکه شپیتو  زرو ته لوړ کړي. د برلین او فرانسې لمسؤونکي او پوځي سیاستونه، د نړیوالې سولې لپاره پر ګواښ سربیره، د اروپا او نړۍ لپاره پراخ اقتصادي او امنیتي پایلې هم لري.