-
د صهیونیستانو نوی شرارت به بابالمندب هم د هرمز تنګي په څېر کړي
Jun 02, 2026 05:44سردار اسماعیل قاآني پرون ماښام په خپل پیغام کې ټینګار وکړ؛ کمزوری صهیونیسټي رژیم باید پوهه شي چې په جنوبي لبنان او غزې کې هممهاله جنایتونه به د حزبا... غورځنګ د مبارزانو د عملیاتو او د فلسطینيو مبارزینو د نوي طوفان په ګرداب کې ګیر کړي.
-
د ایران خارجه وزیر د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره سلا مشورې وکړې
Jun 02, 2026 05:25د لبنان دبیروت په شاوخوا د اسرائیلو دپوځ یرغلونه او دغه راز د امریکائي چارواکو ورته د شنو اشارو ښودل داسې پيښې دي چې د ایران او امریکا ترمینځ ئې د خبرواترو پر بهیر جدی اغیزې شیندلي دي او د ایران اړونده چارواکو په دې اړه جدی او سخت خبرداري ورکړي دي.
-
په امریکا کې د سونګو او انرژئ بازار د ځوړتیا له خطرې سره مخ دی
Jun 02, 2026 05:10پارس ټوډې – د اوړي د سفرونو له موسم سره هممهاله او په امریکا کې د پيټرولو د زېرمو د پرلهپسې کمېدو په شرایطو کې، د امریکا د انرژۍ ادارې معلومات ښئي چې که دا وضعیت دوام وکړي،نو ۲۰۲۶ کال به د دغه هېواد په تاریخ کې د پيټرولو د زېرمو د دوامدار کمښت تر ټولو اوږد پړاؤ ثبت کړي.
-
وحشي دښمن دې په لبنان کې جنایتونو ته دوام نه ورکوي
Jun 01, 2026 15:47زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ ویندوي سردار شکارچي خبرداری ورکړ، د ایران د وسلوالو ځواکونو لپاره به په لبنان کې د جنایتونو دوام د زغملو وړ نه وي.
-
د حماس او اسلامي جهاد په ضد بندیزونه د اروپا د نړیوال صهیونزم په پله دپل د کیښودوپه معنا دي
Jun 01, 2026 12:42پارس ټوډې – د یمن د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د فلسطینيو مبارزو غورځنګونو حماس او اسلامي جهاد پر ضد د اروپائي ټولنې د بندیزونو د سختولو اقدام په کلکه وغنده او دا ئې د نړیوال صهیونزم پر وړاندې د ګوډاګیتوب نښه وبلله.
-
د اسرائیلو لخوا په لبنان کښې د جنګونو پراخیدل باید بند شي
Jun 01, 2026 05:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیرې مرستیال «همیش فالکونر» خبرداری ورکړ په لبنان کښې د تاوتریخوالو د دوام زیاتیدل ډیپلوماټیکې هڅې کمزوري کوي او هغه په ملکي وګړو باندې د نه منلو وړ اغیزونه لري او د اسرائیلو لخوا د جنګونو پراخول باید بند شي.
-
نیکولای ملادینوف د صهیونیسټ دښمن د تیریو او د تاوتریخوالو د زیاتیدا مسوول دی
Jun 01, 2026 04:50ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ یوه مشر «اسامه حمدان» په غزې کښې د سولې د تش په نامه د شورا مشر «نیکولای ملادینوف» د صهیونیسټ رژيم د تیریو او د تاوتریخوالو د زیاتیدا مسوول وباله.
-
په لویوسیمه ییزو تړونونوکې دایران شتون،د پراختیائي ارادې ښودنه کوي
May 30, 2026 13:02پارس ټوډې - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، ډاکټر مسعود پزشکیان، په یوه پیغام کې ولیکل؛ د اورآسیا اقتصادي اتحادئې په لوړو غونډو کې د ایران د اسلامي جمهوریت فعال شتون د دې ښکارندوي ده چې مونږ د اتحادیې له ټولو پنځو غړو او ناظرو غړو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره کلکه اراده لرو.
-
علم او پوهه د ديني حکومتوالۍ یوه بنسټیزه ډبَره ده
May 29, 2026 15:03د تهران د جمعې لمانځه خطیب د قربان او غدیر دنیکمرغه اخترونو او د ولایت د اوونۍ په مناسبت په مبارکي ویلو سره ټینګار وکړ چې الهي پیغمبران د انسان د روزنې او د یوې غوره ټولنې د جوړولو لپاره مبعوث شوي دي.
-
د ایران ملت د اسلامي امت لپاره د عزت او مقاومت مشال دی
May 29, 2026 12:41پارس ټوډې - د هند ترکنټرول لاندې جمو او کشمیر د اهل تشیّع د شرعي ټولنې مشر سید حسن موسوي وویل: د ایران ولس د خپل ایمان او دیني هویت په مټ د اسلامي ارزښتونو او د مقاومت چورلیز ساتنه کړې ده.