-
په غضب للحق عملیاتو کې ۲۷۴ طالبان او ۱۲ پاکستاني عسکر وژل شوي دي
Feb 28, 2026 02:26زمونږ پیغام د افغانستان طالبانو ته روښانه دی؛ یا دې پاکستان غوره کړي او یا دې ترهه ګر یعني د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ باغیانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
-
د پاکستان په برید کې د طالبانو د مشر د وژل کېدو ضد او نقیض خبرونه ورکول کیږي
Feb 28, 2026 01:30دغه راپورونه تر اوسه په رسمي توګه نه دي تایید شوي. البته افغان ټایمز په بل پوسټ کې زیاته کړې چې که څه هم د ملا هبتالله د وژل کېدو خبر لا تایید شوی نه دی، خو تر اوسه ورسره هېڅ اړیکه نه ده نیول شوې.
-
چین له کابل او اسلام اباده غوښتي چې شخړې د خبرو له لارې حل کړي
Feb 27, 2026 10:54چین له افغانستان او پاکستان دواړو غوښتي چې، خپلمنځي شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
-
د افغانستان هوايي ځواکونو د اسلام آباد په ګډون په پاکستان کې پوځي هدفونه په نښه کړي دي
Feb 27, 2026 10:05د افغانستان دفاع وزارت وايي چې نن جمعه د کبه په ۸مه غرمه مهال یې د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام آباد او نورو ځایونو کې پر یو شمېر پوځي هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.
-
ریچارډ بنټ د افغانستان پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه
Feb 27, 2026 09:34د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړې ته په اشارې سره، سملاسي د تاوتریخوالي کمول اړین بللي.
-
ګوترش له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي
Feb 27, 2026 07:57د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو په اړه اندېښنه ښودلې.
-
عراقچي: افغانستان او پاکستان دې اختلافات د خبرو له لارې حل کړي
Feb 27, 2026 07:49د ایران د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي او زیاته کړې یې ده، دوی چمتو دي څو د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او همکاریو پیاوړتیا برخو کې اسانتیا رامنځته کړي.
-
ملګري ملتونه: تېر کال نږدې ۸ زرو کسانو د کډوالۍ پر لارو ژوند بایللی
Feb 27, 2026 07:35ملګرو ملتونو ویلي چې پروسږکال نږدې ۸ زرو کسانو د کډوالو پر لارو لکه مدیترانې سمندر کې مړه یا ورک شوي چې ښايي د قربانیانو واقعي شمېر خورا پورته وي، ځکه چې د بودیجې کموالی د بشري مرستو او د کډوالو د مړینو د ثبت او تعقیب امکانات محدود کړي دي.
-
ایران د ادراکي علومو په برخه کې د نړۍ د ۲۰ غوره هېوادونو په ډله کې
Feb 26, 2026 07:59پارس ټوډې - ایران د ملاتړ کوونکو پالیسیو او د اکاډمیکو همکاریو د پراختیا پر بنسټ، د ادراکي علومو په علمي تولید کې د نړۍ د ۲۰ غوره هېوادونو په ډله کې ځای لري.
-
مجاهد: ،افغانستان به د پاکستان د یرغل ځواب ورکړي خو اوس یې څرنګوالی نه افشا کوي
Feb 26, 2026 01:13د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیحالله مجاهد، ګواښ کړی چې افغانستان به د پاکستان هوايي بریدونو ته ځواب ورکړي.