عراقچي: افغانستان او پاکستان دې اختلافات د خبرو له لارې حل کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171154-عراقچي_افغانستان_او_پاکستان_دې_اختلافات_د_خبرو_له_لارې_حل_کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي او زیاته کړې یې ده، دوی چمتو دي څو د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او همکاریو پیاوړتیا برخو کې اسانتیا رامنځته کړي.
(last modified 2026-02-27T06:53:08+00:00 )
Feb 27, 2026 11:19 Asia/Kabul
  • عراقچي: افغانستان او پاکستان دې اختلافات د خبرو له لارې حل کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي او زیاته کړې یې ده، دوی چمتو دي څو د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او همکاریو پیاوړتیا برخو کې اسانتیا رامنځته کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي له افغانستان او پاکستانه غوښتي چې شته اختلافات د ښه ګاونډیتوب په چوکاټ کې د خبرو له لارې مدیریت او حل کړي.

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د ایران اسلامي جمهوریت د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د اسانتیا او د تفاهم او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دی.»

پاکستان د تېرې اونۍ د یکشنبې په شپه د افغان رسنیو د راپورونو له مخې، په پکتیکا کې پر یوې مدرسې او د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې پر یوه کور هوايي بریدونه وکړل. د بهسودو په برید کې د یوې کورنۍ ۱۷ کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، ووژل او یو شمېر نور ټپیان شول.

د دغو بریدونو په غبرګون کې افغانستان تېره شپه په پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د پاکستان پر امنیتي پوستو باندې بریدونه پیل کړل.