-
په افغانستان کې ډېری ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي
Feb 07, 2024 10:19د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
-
له افغانستان څخه د نشه یي توکو قاچاق نه دی کم شوی
Feb 07, 2024 10:11د نشه یي توکو پر وړاندې د تاجکستان د مبارزې د ادارې مشر د روسیې ټاس خبري آژانس ته ادعا کړې، چې له افغانستان څخه دغه هېواد ته د نشه یي توکو قاچاق نه دی کم شوی.
-
په پاکستان کې د دوو چاودنو له امله ۲۹ کسان مړه او ګڼشمېر نور ټپیان دي
Feb 07, 2024 09:52په بلوچستان کې د پولیسو رسمي سرچینې وایي، چې په پشین کې د یوه خپلواک نوماند په ټاکنیز دفتر د یوه ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.
-
تېر کال له افغانستان څخه له ۶۰ ډېرو هېوادونو ته صادرات شوي دي
Feb 07, 2024 09:43د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې یې له ۶۰ ډېرو هېوادونو ته د ۱.۹ میلیارډ ډالرو په ارزښت صادرات کړي. یاد وزارت وايي، دغه صادرات د ۲۰۲۲ کال پرتله دوه سلنه زیات شوي دي.
-
د امنیت شورا غونډه او په لوېدیځه آسیا کې د امریکا او بریتانیا د وروستيو بریدونو غندنه
Feb 06, 2024 11:24په عراق او سوریه کې د امریکا د بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه، د دوشنبې په مازدیګر د فبرورۍ په پنځمه جوړه شوه او په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې رزماري دیکارلو د سیمه ایزو شخړو د لوړ انساني او اقتصادي لګښت په اړه خبرداری ورکړ.
-
امریکاپه نزدې راتلونکي کې افغانستان ته د کوم ډيپلوماټ د لیږد اراده نه لري
Feb 06, 2024 09:17پاټېل وئيلي دي، دوی د طالبانو پشمول په افغانستان کې دننه او بهر له ډېرو افغانانو سره په تماس کې دي، خو بشري حقوقو او ښوونځیو ته د نجونو او ښځو بېرته تلل ددغې ښکېلتیا په سر کې ځای لري.
-
طالبانو په چین کې افغانانو ته د پاسپورټونو د ورکړې خبر ورکړی، نور جزئیات په راپور کې واورئ
Feb 05, 2024 10:32په بېجینګ کې د افغانستان سفارت په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې په چین کې مېشت افغانان کولای شي له شرایطو سره سم نوي پاسپورټونه ترلاسه کړي.
-
په خیبر پښتونخوا صوبې کې ۱۰ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي
Feb 05, 2024 08:07د پاکستاني او نړيوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان سیمه کې نن دوشنبې سهار د پولیسو پر مرکز برید کې ۱۰ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
-
تېره میاشت په افغانستان کې د تنفسي ناروغۍ له امله ۳۸۳ کسان مړه شوي
Feb 05, 2024 07:53د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روان میلادي کال د جنورۍ په وروستیو دوو اونیو کې د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
-
امیر عبداللهیان په سوریې او عراق کې د امریکا پر وروستیو بریدونو نیوکه وکړه
Feb 04, 2024 02:20د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د امریکا وروستي تیري، د هغو غلطو تګلارو نتیجه ده، چې د چارو د حل لپاره یې له پوځي لارې کار اخیستی دی.