له افغانستان څخه د نشه یي توکو قاچاق نه دی کم شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145886-له_افغانستان_څخه_د_نشه_یي_توکو_قاچاق_نه_دی_کم_شوی
د نشه یي توکو پر وړاندې د تاجکستان د مبارزې د ادارې مشر د روسیې ټاس خبري آژانس ته ادعا کړې، چې له افغانستان څخه دغه هېواد ته د نشه یي توکو قاچاق نه دی کم شوی.
(last modified 2024-02-07T05:43:37+00:00 )
Feb 07, 2024 10:11 Asia/Kabul
  • له افغانستان څخه د نشه یي توکو قاچاق نه دی کم شوی

د نشه یي توکو پر وړاندې د تاجکستان د مبارزې د ادارې مشر د روسیې ټاس خبري آژانس ته ادعا کړې، چې له افغانستان څخه دغه هېواد ته د نشه یي توکو قاچاق نه دی کم شوی.

د یادې ادارې مشر له زیاتو جزئیاتو پرته ادعا کړې، چې لا هم د هیرویینو، تریاکو او متامفتامینونو په ګډون، ګڼ نشه‌يي توکي له افغانستان څخه تاجکستان ته لېږدول کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دې اړه داسې غبرګون ښودلی:«دا وخت او امکاناتو ته اړتیا لري او هغه څه چې موږ یې په واک کې لرو، استفاده کړي مو دي او ښه مخته تللي یو. مخکې هم په افغانستان کې بې‌وسۍ موجودې وې او اوس هم د قاچاق شاهد دی او په ټولیزه توګه دا ستونزه حل شوې نه‌ده. دا وخت او امکاناتو ته اړتیا لري چې اوس موږ دغه هر څه نه‌لرو. همکارۍ ته اړتیا ده او تراوسه یوه هېواد هم د کره مسئولیت احساس کړی نه‌دی.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه‌يي توکو سره د مبارزې څانګې په یوه راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د تولید او کرکېلې کچه د تېر زیږدیز کال پرتله ۹۰ سلنه راټیټه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې وخت پر وخت  طالب چارواکي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه یي توکو د کښتونو د اړولو او په تور یې د یو شمېر کروندګرو د نیولو خبر ورکوي.

طالبانو د نشه یي توکو پر هر ډول کښت، قاچاق او کاروبار بندیز لګولی او څارونکي باور لري، چې تر ډېره په دغه کار بریالی شوی هم دی.