-
د سعودي عربستان ګوډاګیانو ته د یمن د وسله والو ځواکونو په ډاګه خبرداری
Sep 05, 2026 09:47پارس ټوډې- د یمن وسله والو ځواکونو د سعودي عربستان د ائتلاف د نویو خوځښتونو په باره کښې خبرداري ورکولو سره ټینګار وکړ:عربستان ته د اړونده ځواکونو هر ډول پوځي راغونډیدل به زمونږ جایز هدف وي یعني برید به ورباندې وکړو.
-
صهیونیسټ رژیم د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو باندې بریدونه زیات کړي
Sep 04, 2026 05:36زمونږ خبریال راپور راکړی خبري سرچینو وویل د صهیونیسټ رژيم پوځیانو نن د غزې تړانګې په مختلفو سیمو باندې بریدونه زیات کړي او د غزې ښار په شرقي سیمو او د البریج کیمپ په شمالي سیمو باندې یې هوايي حملې، د توپونو ډزې وکړې او زیات بریدونه یې وکړل.
-
صهیونیسټ رژیم ته د جرمني لخوا د اته سوه میلیونه یورو په اندازه د وسلو صادرات
Sep 03, 2026 11:56پارس ټوډې- جرمني د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کښې صهیونیسټ رژیم ته د کابو اته سوه میلیونه یورو په ارزښت چې نهه سوه دیرش میلیونه ډالره کیږي د پوځي تجهیزاتو د صادرولو لایسنسونه صادر کړي دي.
-
د ایران پوځ د امریکا په المنهاد پوځي اډې د بې پایلوټه الوتکو برید وکړ
Aug 31, 2026 10:44پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ په متحده عربي اماراتو کښې په المنهاد پوځي اډې کښې د امریکا د ځواکونو او د هیلي کوپټرونو د دیره کیدا پرځاې د بې پایلوټه الوتکو یرغل وکړ.
-
شننه | په متحده عربي اماراتو کې د ارزانه ډرونونو تولید په کومه تګلاره ترسره کېږي؟
Aug 29, 2026 13:09پارسټودی ــ د نیویارک ټایمز تازه راپور په متحده عربي اماراتو کې د دفع هوا ډرونونو د تولید د یوې فابریکې د جوړېدو خبر ورکوي، چې په لوېدیځه اسیا کې د دفاعي او اقتصادي معادلو له بنسټیز بدلون څخه پرده پورته کوي.
-
د اسرائیلو رژیم د پوځ مالي خزانه خالي شوې ده
Aug 28, 2026 14:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د پوځ لوی درستیز« ایال زامیر» د پوځ د مالي خزانې په خالي کیدا باندې اعتراف سره وویل پوځ ته بیلې شوې پیسې ختمې شوي دي او اوسني مالي حالت د ماموریتونو د ترسره کولو لپاره د پوځ د ځواکونو په چمتووالي او وسونو باندې اغیز شیندلی دی.
-
د ایرلینډ مشهور لوبغاړي د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو باندې نیوکه وکړه
Aug 21, 2026 12:32پارس ټوډې- د ایرلینډ مشهور لوبغاړي «لیام کانینگهام» د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو او په نړیوالو رسنیو کښې د غزې د بدلونونو د پوښښ او کوریج په څرنګوالي نیوکه وکړه.
-
اوو لویدیځو هیوادونو د صهیونیسټ رژیم د نویو ښارګیو د جوړولو پلان وغاند
Aug 21, 2026 12:12پارس ټوډې- د لویدیځ اوو هیوادونو په لویدیځه غاړه کښې د ښارګیو د جوړولو په پروژه کښې د بولۍ د سندونو د خپرولو لپاره د صهیونیسټ رژيم فیصله وغندله او ټینګار یې وکړ چې دغه پریکړه د نړیوالو حقوقو خلاف ورزۍ ده.
-
د فارس خلیج هېوادونو ته خبرداری! له امریکا سره مرسته مه کوئ
Aug 19, 2026 13:52پارس ټوډی – د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز خبرداری ورکړی، د امریکا متجاوز پوځ سره هر ډول مرسته او اسانتیا برابرول، له امریکايي پوځي ځواکونو سره د مشارکت په معنا دي.
-
د ایران پر ضد د اماراتو د ادعا رد
Aug 19, 2026 13:00پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د متحده عربي اماراتو هغه ادعا په بشپړه توګه رد کړه چې ګواکې ایران دغه هېواد ته توغندی توغولی دی.