Pars Today
زمونږ خبریال راپور راکړی د ترکیې او د سوریې ترمینځ په سرحدي سیمه کښې پرون یوځل بیا زلزله راغلي ده چې تراوسه یې اته کسان وژلي دي او دوه سوه څلور نوي نور ژوبل کړي هم دي.
په ترکیې کښې د زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمیر څه باندې څلویښتو زرو ته رسیدلی دی.
د سوریې ولسمشر بشار الاسد تیر ماښام له هغو هیوادونو په قدرونې سره چې د سوري زلزله ځپلو مرسته یې کړې، وویل: د دغې غمیزې اندازه د سوریې له امکاناتو ډیره زیاته ده.
په تهران کښې د سوریې سفیر د سوریې له زلزله ځپلو خلکو څخه د ایران د حکومت او ولس د مرستو او ترڅنګ یې د اودریدو قدرونه او ستاینه وکړه
په سورئې کې له انسانی وضعیّت سره په چلند کې بیخ بینائي تاسیساتو او د روغتیا او ارتباطاتو په څير نورو برخو ته توجه مهمه ده ، ځکه دوي دیوه بل بشپړونکي دي او نیغ په نیغه پر اسناني شرائطو او دسورئې د خلکو پر ژوند اغیزې شیندي .
د سوریې په حلب کې د ایران د اسلامي جمهوریت کنسولګرۍ اعلان وکړ: د حلب د زلزلې له امله ۱۲ زره سوري وګړي په دغه ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا په جوړو شویو ۹ کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د ترکیې او سوریې په زلزله کې، چې تراوسه پورې یې د مړینو شمېر تر ۳۵ زره اوښتی، لږترلږه د ۳۰۰ افغانانو مړینې تایید شوي دي.
د ایران د سرې میاشتې د ټولنې مشر ترکیې ته د ایران د مرستو د دریمې جوپې د استولو خبر ورکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپا او د مدیترانې د زلزلې د سنجولو مرکز بیګا وویل چې په ترکیې کښې پرون اویا ځلې د زلزلې ټکانونه راغلي دي.
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چین د یوې موسسې د نظر سنجې نتیجې د سوریې د بایکاټونو د لغو کیدا پر ضرورت د نړۍ د اکثرو خلکو د ټینګار ښودنه کوي.