ازبکستان د هرات له زلزله ځپلو سره سل ټنه بشري مرسته وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139792-ازبکستان_د_هرات_له_زلزله_ځپلو_سره_سل_ټنه_بشري_مرسته_وکړه
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال وايي، له ازبکستان څخه نږدې سل ټنه بشري مرستې چې خوراکي توکي، خېمې او کمپلې پکې شاملې دي، د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره افغانستان ته رسېدلې دي.
(last modified 2023-10-11T05:40:29+00:00 )
Oct 11, 2023 08:39 Asia/Kabul
  • ازبکستان د هرات له زلزله ځپلو سره سل ټنه بشري مرسته وکړه

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال وايي، له ازبکستان څخه نږدې سل ټنه بشري مرستې چې خوراکي توکي، خېمې او کمپلې پکې شاملې دي، د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره افغانستان ته رسېدلې دي.

د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت مرستیال شرف الدین مسلم وايي، له ازبکستان څخه نږدې سل ټنه بشري مرستې چې خوراکي توکي، خیمې او کمپلې پکې شامل دي، د هرات له زیانمنو سره د مرستې په موخه افغانستان ته را رسېدلي دي.

 د پېښو پر وړاندې د مبارزې مرستیال وزیر د دغو مرستو د ترلاسه کولو پر مهال وویل، چې د افغانستان خلک به په سختو ورځو کې شوې مرستې هېرې نه کړي.

 په همدې حال کې په افغانستان کې د قزاقستان مرستيال سفیر بختیار سرسینبای هم له يوې ژغورونکې ډلې او مرستندويه کارګو سره هرات ته رسېدلى دى او د هرات له والي سره په کتنه کې يې وويل چې قزاقستان له زيانمنو شويو خلکو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.

 دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د میزان په ۱۵مه په هرات ولایت کې د زلزلې له امله تر ۲۰۰۰ زرو ډېر کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول.