-
دسیمې ستر هیوادونه او دامریکا د جنګ نغارې
Jan 26, 2018 10:15په افغانستان کې د ناټو ځواک یوه ویندوی توماس ګرسَبک په یوې مرکې کې وئیلی دی چې په افغانستان کې د امنیت دتامینیدا او د یوه روښانه راتلونکی لپاره امریکا او ناټو د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او دوی به یوازې پرې نه ږدی،اوله طالبانو هم غواړی چې د سولې د خبرواترو لپاره دې تیار شی ،که داسې نه وی نو بیا به د جنګ په ډګر کې ووژل شی ، مونږ نیواکګر نه یوو ،دا دطالبانو پروپیګنډه ده،مونږ تیار یوو چې دافغانانو ترڅنګ دکابل له حکومت سره کار وکړوو.
-
په یمن کې له شخړو دبوږنونکو انسانی غمیزو بوی پورته کیږی
Jan 26, 2018 12:02سعودی عربستان د امریکا اوصهونیست رژیم په بشپړ ملاتړ سره په ۲۰۱۵کال کې په یمن هراړخیز یرغلونه کړی او وروسته ئې دغه هیواد دهوا،مځکې اوسمندر له پلوه په بشپړ ډول کلابند کړ چې دغې غیر انسانی چارې دیمن بې وزله عربی هیواد د ولس ژوند تر مرګه رسولی او داسې کومه ورځ نشته چې دآل سعود رژیم دجنایتونو ،بې امانه بمباریو او دکلابندۍ له امله په لسګونو بې ګناه یمنی ماشومان ،ښځې اوبوډاګان خپل ژوند له لاسه ورنکړی .
-
امریکا دې په سورئې کې له ترهه ګروډلو سره له ملاتړه لاس واخلی
Jan 26, 2018 10:48د سورئې په عفرین ښار کې د ترکیې د زیتون څانګې نومې پوځی عملیات دجنورۍ له شلمې پیل شوی او هماغه راز دوام لری . دسورئې خارجه وزارت په عفرین ښار د ترکیې دپوځ حمله په سخته غندلی اووئیلی ئې دی ، د ترکیې دغه اقدام د سورئې دملی حاکمیّت خلاف ورزی ده .
-
لندن ته د عربستان د ولي عهد د سفر په خلاف مظاهرې روانې دي
Jan 26, 2018 17:59لندن ته د عربستان د ولي عهد په سفر اعتراض کوونکو د برتانیې د لومړۍ وزیرې د دفتر مخې ته غونډه وکړه.
-
دا امریکا او عربستان وو چې داعش ترهګرې ډلې ته یې وسلې ورکړې
Jan 25, 2018 15:44د ایران اسلامي جمهوریت و چې داعش ته د ماتې ورکولو په موخه د عراق او سوریې د خلکو مرستې ته ورغی او له بلې خوا امریکې او عربستان داعش ته وسلې ورکولې.
-
د کانټیننټل هوټل د حملې په ارتباط له پاکستانه د امریکادغوښتنې په اړه د پاکستان دتکړه سیاستوال ښاغلی بسم الله خان کاکړ مرکه دلته واورئ
Jan 25, 2018 10:13د کانټیننټل هوټل د حملې په ارتباط له پاکستانه د امریکادغوښتنې په اړه د پاکستان دتکړه سیاستوال ښاغلی بسم الله خان کاکړ مرکه دلته واورئ
-
امنیت په زور سره یا په تفاهم سره ممکن کیدلی شی ؟
Jan 25, 2018 09:51هغه کسان چې له لوړهوش اوځیرتیا برخمن دی ، دعموی می افکارو خبره کوی ، هغه کسان چې له متوسط عقل اوذهنه برخمن دی ، دپیښو او دغه راز هغه کسان چې له ټیټ ذهنیّته برخمن دی ، دشخصیتونو خبرې کوی ،خو له کله راهسې چې دامریکا ولس ډونالډ ټرمپ د خپل ولسمشر په توګه ټاکلی دی ، د دغې مقولې ترتیّب تر یوه حده بدل شوی دی .
-
دیمن عسکرو د عربستان په ګوډاګیانو توغندی ویشتلی
Jan 25, 2018 03:01مهر خبری اژانس وایی دیمن پوځ او ولسی کمیټیو پرون دصنعا ولایت په نهمې(۹) سیمې کښې دسعودی عربستان دګوډاګیانو په مرکزونو دوه (۲)بلاسټیک توغندی وویشتل .
-
۲۰۱۸کال په بیلابیلوپوځی زمینوکې دیمن دپرمختګ کال دی
Jan 24, 2018 02:54د آل سعود رژیم په وسیله د یمن د هراړخیزې کلابندۍ سره سره د دغه هیواد د پوځ اوولسی کمیټیو دفاعی قدرت ورځ تربلې په زیاتیدا دی .
-
دسورئې ا و یمن شخړې پوځی حل لاره نه لری
Jan 24, 2018 01:48سعودی عربستان دامریکا ،متحده عربی اماراتو ،صهونیسټ رژیم اوڅو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې په یمن پوځی تیری کړی او دغه بې وزله عربی هیواد ئې دمځکې ،هوا اوسمندر له لارې په بشپړ ډول کلابند کړی دی . دسعودی عربستان او دهغه متحدانو جنګ غواړو اقداماتو په یمن کې تر دې دمه په لسګونو زره بې ګناه عام خلک چې زیاتره ئې ښځې اوماشومان دی ، په وینو کې لیت پیت کړی او د دغه هیواد بیخ بینائی تاسیسات ئې په بشپړ ډول په کنډوالو بدل کړی دی .