دسورئې ا و یمن شخړې پوځی حل لاره نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i64065-دسورئې_ا_و_یمن_شخړې_پوځی_حل_لاره_نه_لری
سعودی عربستان دامریکا ،متحده عربی اماراتو ،صهونیسټ رژیم اوڅو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې په یمن پوځی تیری کړی او دغه بې وزله عربی هیواد ئې دمځکې ،هوا اوسمندر له لارې په بشپړ ډول کلابند کړی دی . دسعودی عربستان او دهغه متحدانو جنګ غواړو اقداماتو په یمن کې تر دې دمه په لسګونو زره بې ګناه عام خلک چې زیاتره ئې ښځې اوماشومان دی ، په وینو کې لیت پیت کړی او د دغه هیواد بیخ بینائی تاسیسات ئې په بشپړ ډول په کنډوالو بدل کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 24, 2018 01:48 Asia/Kabul
  •   دسورئې ا و یمن شخړې پوځی حل لاره نه لری

سعودی عربستان دامریکا ،متحده عربی اماراتو ،صهونیسټ رژیم اوڅو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې په یمن پوځی تیری کړی او دغه بې وزله عربی هیواد ئې دمځکې ،هوا اوسمندر له لارې په بشپړ ډول کلابند کړی دی . دسعودی عربستان او دهغه متحدانو جنګ غواړو اقداماتو په یمن کې تر دې دمه په لسګونو زره بې ګناه عام خلک چې زیاتره ئې ښځې اوماشومان دی ، په وینو کې لیت پیت کړی او د دغه هیواد بیخ بینائی تاسیسات ئې په بشپړ ډول په کنډوالو بدل کړی دی .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ  انګریز خارجه وزیر بویس جانسن بلاخره هم ووئیل  په سورئې او یمن کط  انسانی وضعیّت  غمیزه رامینځةکونکی دی  او د دغو دواړو هیوادونو بحران پوځی حل لاره نه لری .

 سعودی عربستان   دامریکا ،متحده عربی  اماراتو  ،صهونیسټ رژیم اوڅو نورو  هیوادونو په ملاتړ سره  د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې  په یمن پوځی تیری کړی  او دغه بې وزله  عربی هیواد ئې دمځکې ،هوا اوسمندر له لارې په بشپړ ډول کلابند کړی دی .  دسعودی  عربستان او دهغه متحدانو   جنګ غواړو اقداماتو   په یمن کې تر دې دمه  په لسګونو زره     بې ګناه عام خلک چې زیاتره ئې ښځې اوماشومان دی ، په وینو کې لیت پیت کړی او  د دغه هیواد  بیخ بینائی تاسیسات ئې په بشپړ ډول په کنډوالو بدل کړی دی .

 همداراز د سورئې بحران هم  له ۲۰۱۱کال راهسې  د آل سعود رژیم ، ا مریکا او  دهغو دمتحدانو   دتالی څټو اوګوډاګیو تکفیری ترهه ګرو ډلو  په پراخو  یرغلونو دصهونیسټ رژیم  په ګټه دسیمې  دمعادلاتو دبدلولو  په موخې  سره  پیل شوی  اوهماغه راز دوام لری چې  له امله ئې  په لسګونو زره سوریاوال   وژل شوی ، په میلیونونو ئې کډوال شوی او د دغه هیواد  بیخ بینائی تاسیسات ئې هم تباه کړی دی .

په یوه بل خبر کې هم وئیل شوی  د ترکیې ولسمشر  رجب طیب اردوغان   دسورئې په شمال کې د   دغه هیواد دپوځی  عملیاتو د وخت  دمحدودولو لپاره د امریکائی چارواکو  دغوښتنې په غبرګون کې   په افغانستان اوعراق کې دامریکائی پوځیانو  په اوږدمهاله  شتون نیوکې کړی او وئیلی ئې دی ،  امریکا باید  په افغانستان کې د خپل اولس کلن پوځی شتون علت  ،په داسې حال کې   دنړۍ  عمومی افکارو ته  روښانه کړی ، چې دغه  هیواد     له ترهه ګرۍ سره  د مبارزې او د امنیت دتامینولو په پلمه له کلونو راهسې   افغانستان ناکراره کړی دی .

دترکیې ولسمشر  په ډاګه کړې ، دسورئې په شمال کې  په عفرین ښار کې  به د ترکیې پوځی عملیات ترهغه وخته  دوام وکړی ، چې ترکیه خپلو موخوته  پکې ورسیږی .