-
په سوريې کښې د مقاومت د محور له قوماندانانو سره د ايران د دفاع د وزير کتنه
Aug 27, 2018 10:43د ايران د دفاع وزير په سوريې کښې د مقاومت د محور له قوماندانانو سره په کتنه کښې د دښمنانو اصلي مقصد په سيمه کښې د ګواښ او بې ثباتۍ رامنځته کول دي او وې ويل، د ترلاسه شويو کاميابيو ساتنه د دښمنانو د مقاصدو د پوره کېدو خنډ دے.
-
په سوریې کښې د ایراني سلاکارانو د شتون د دوام فیصله به د دواړو لورو لخوا کیږي
Aug 26, 2018 08:22د ایران دفاع وزیر په سوریې کښې د ایراني سلاکارانو شتون ته په اشارې سره چې د دغه هیواد د حکومت په غوښتنه دی، وویل: په سوریې کښې د ایراني سلاکارانو د شتون راتلونکی به د دواړو هیوادونو د چارواکو د ارادې په اساس وي.
-
سعودیانو په سوریه کښې له تیري ګرو سره سل میلیون ډالر مرسته کړې ده
Aug 17, 2018 11:28سعودي عربستان په سوریې کښې د امریکې په مشرۍ تش د نامې داعش ضده نړیوال ائتلاف سره ۱۰۰ میلیون ډالره مالي مرسته کړې ده.
-
په سوريې کښې د ترهه ګرۍ په نابودۍ کښې د ايران ، روسيې او ترکيې د ملګرتيا په تاثير د لاوروف تاکيد
Aug 15, 2018 03:19د روسيې خارجه وزير په سوريې کښې د ترهه ګرو ډلو د نابودلو لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت، روسيې او ترکيې ملګرتياوې زياتې تاثير کونکې او کاميابې وبلل.
-
د سعودي ائتلاف د ماشوم وژنې په اړه د امنيت د شورا ردعمل، له نړيوالو بشري حقوقو سره تناقض
Aug 11, 2018 11:29سعودي جنګي الوتکو د تېر زيارت په ورځ يعنې د اګست په نهمه نېته د يمن د صعده صوبې په ضحيان ښار کښې د ماشومانو په وړونکي بس باندې حمله وکړه چې له امله يې تقريباً يوسل او دېرش تنه مړۀ او ژوبل شوي دي.
-
جنرل حاتمي: د مقاومت د ځواکونو سرښيندنې په سيمه کښې د دښمنانو دسيسه ناکامه کړه
Aug 05, 2018 00:54د ايران د دفاع وزير وويل: دښمنان په سيمه کښې د ناامنۍ او تاوتريخوالو د بنياد اېښودو په فکر کښې وو چې د مقاومت د ځواکونو په چمتووالي او سرښيندنې سره د دښمنانو دغه دسيسه ناکامه شوه.
-
د سوریې پوځ صهیونیسټي-امریکايي طرحې ناکامه کوي
Aug 01, 2018 12:58د سوریې ولسمشر ټینګار وکړ چې د سوریې پوځ د شر او دښمنۍ له طوفانونو سره په مقابله کښې د هیواد مظبوط ډال او سپر دی او د صهیونیسټانو او امریکایانو طرحې یو په بل پسې ناکامه کوي.
-
د سوچي غونډې په هکله د ایران او سوریې خبرې اترې
Jul 31, 2018 03:06د ایران د خارجه وزارت لوړرتبه مرستیال په ملګرو ملتو کښې د سوریې د دائمي استازي په کتنه کښې په (سوچي) ښار کښې د سوري مذاکراتو د لسمې غونډې د پاییزې خبرپاڼې او ایجنډا په هکله د نظر تبادله وکړه.
-
فلاحت پيشه: د سوريې د زمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت ساتنه د ايران سيمه ايزه سټراټيجي ده
Jul 29, 2018 23:57د ايران د اسلامي شورا د جرګې د بهرني سياست او ملي امنيت د کمېشن مشر د سوريې د زمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت ساته د اسلامي جمهوريت سيمه ايزه سټراټيجي وبلله.
-
ایران او روسیه د عراق او سوریې په بیارغاونه کښې کامیابه ملګرتیا لرلی شي
Jul 28, 2018 00:43د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر وویل: تهران او ماسکو کولی شي چې د عراق او شام په بیارغاونه کښې بریمنه ملګرتیا ولري.