د ایران دفاع وزیر د سوریې له ولسمشر سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75925-د_ایران_دفاع_وزیر_د_سوریې_له_ولسمشر_سره_وکتل
د ایران دفاع وزیر وویل: ایران لکه څنګه چې له ترهګرو سره د جنګ او کړکیچ په وختو کښې د سوریې د حکومت او ولس ترڅنګ و، د دې هیواد د بیارغاونې په پړاؤ کښې یې هم ترڅنګ پاتې کیدو ته چمتو دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2018 00:57 Asia/Kabul
  • د ایران دفاع وزیر د سوریې له ولسمشر سره وکتل

د ایران دفاع وزیر وویل: ایران لکه څنګه چې له ترهګرو سره د جنګ او کړکیچ په وختو کښې د سوریې د حکومت او ولس ترڅنګ و، د دې هیواد د بیارغاونې په پړاؤ کښې یې هم ترڅنګ پاتې کیدو ته چمتو دی.

 

د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر د سوریې له ولسمشر سره په ملاقات کښې په ترهګرو باندې د سوریې د پوځ او مقاومتي ځواکونو د بري په مبارکۍ سره وویل: نه یوازې د سیمې خلک بلکې د ټولې نړۍ خلک په سوریې کښې د ترهګرو خلاف د ترسره شویو مبارزو پامته داره دي.

د ایران دفاع وزیر جنرال امیر حاتمي پرون د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره په کتنه کښې هیله څرګنده کړه چې د ترهګرو له نیواکه د سوریې د پاتې سیمو په آزدولو سره ټوله سیمه د تکفیري ترهګرو له شره خلاصه شي او سوري کډوال خپلو کورونو ته ستانه شي.

جنرال حاتمي په دې خبرې سره چې ایران لکه څنګه چې له ترهګرو سره د جنګ او کړکیچ په وختو کښې د سوریې د حکومت او ولس ترڅنګ و، د دې هیواد د بیارغاونې په پړاؤ کښې یې هم ترڅنګ پاتې کیدو ته چمتو دی، زیاته کړه: د ایران خصوصي برخه (پرائیویټ سیکټر) په خپلو ښو توانمنیو او ظرفیتونو سره، د سوریې د بیارغاونې په پړاؤ کښې ګډون لرلی شي.

په دغه کتنه کښې د سوریې ولسمشر هم د سوریې او د هغې د انډیوالانو د پوځ له بریاؤ سره هممهاله د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزیر او ورسره ملګري پلاوي سفر یو نیک فال وباله او ویې ویل: د دمشق او تهران اړیکې مضبوطې او پایدارې دي او هغه ټولې پروپاګنډې او ملامتیاوې چې د دې دواړو هیوادونو د اړیکو په لړ کښې موجودې دي، د ایران او سوریې په کلکړ اړیکو به هیڅ اغیزه ونه کړي چې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له پیله یې بنسټ ایښودل شوی دی.

د ویلو ده چې د ایران دفاع وزیر پرون دمشق ته له رسیدو وروسته د سوریې له دفاع وزیر علي عبدا... ایوب سره هم ملاقات کړی او له ترهګرۍ سره د مبارزۍ په لړ کښې یې د ایران او سوریې د ملګرتیا او د دوه اړخیزو اړیکو په هکله د نظر تبادله کړې وه.