-
د صهیونیسټ رژیم پارلمان ړنګیږي او وارمخکې انتخاب ترسره کیږي
May 14, 2026 05:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په صهیونیسټ رژیم کښې د واکمن ائتلاف مشر «اوفیرکاتز» د دغه ائتلاف د فراکسیونونو د ټولو مشرانو په غږملتیا سره د پارلمان «کنسټ» د ړنګولو لپاره یوه لایحه وړاندې کړه.
-
حماس غورځنګ په خپلو ژمنو عمل کړی او مشکل د اسرائیلو نیواکګرۍ ده
May 14, 2026 04:46ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي «باسم نعیم» له «العربي» ټيلي ويژن سره په مرکه کښې په غزې کښې د تش په نامه د سولې د شورا د مشر «نیکولای ملادینوف» د څرګندونو په غندلو او ورباندې د خواشینۍ په څرګندولو سره ټینګار وکړ حماس غورځنګ خپلې ټولې ژمنې پوره کړي دي او مشکل د اسرائیلو رژيم نیواکګرۍ ده.
-
له اسرائیلو رژیم سره ملګرتیا کول د نه بښلو وړ چاره ده
May 14, 2026 04:25ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران له ستر ملت سره دښمنۍ احمقانه او له صهیونیسټ رژیم سره ملګرتیا او دوستۍ د نه بښلو وړ چاره وبلله.
-
بقایي: امریکا او اسرائیل د تفریح لپاره خلک وژني
May 13, 2026 13:12پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران د ملت پر ضد د امریکا او صهیونیسټي رژیم د تپل شوې جګړې د ماهیت په اړه په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې پر سولهخوښوونکي ایراني ملت چې څه تپل شوي، هغه عادي جګړه نه ده.
-
لبناني رسنۍ: ایران په نړیوال ځواک بدل شوی دی
May 13, 2026 15:15پارس ټوډې – یوې لبناني رسنۍ د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر دروغو ته په اشارې سره لیکلي چې دغه هېواد په سیمهییز ځواک بدل شوی او د نړۍ د ځواک انډول یې هم بدل کړی دی.
-
د ایران پر علمي بنسټونو د امریکا او صهیونیسټي رژیم پر برید د ۱۵۰۰ ساینسپوهانو اعتراضي لیک
May 13, 2026 14:59پارس ټوډې – نږدې ۱۵۰۰ نړیوالو ساینسپوهانو د ایران پر علمي بنسټونو د امریکا او صهیونیسټي رژیم د برید په اعتراض کې لیک لیکلی دی.
-
د لاکهید مارتین شرکت او پولیتیکو په ګډې غونډې کې د ایران پر ضد په جنګ سخت اعتراض وشو
May 13, 2026 13:48په دغې غونډې کې شعارونه پورته شول، لکه ؛ «تاسو څنګه جرائت کوئ چې زمونږ د خلکو وژنه یوه طلایي موقع وبولئ؟ او په دې سره ئې د غونډې فضا ترینګلې کړه. دوی د لاکهید مارتین شرکت هغه کړنې هم سختې وغندلې چې پوځي وسلې برابروي.
-
د لبنان په جنوب کې د صهیونیسټي اشغالګرو توره ورځ / د صهیونیسټانو پر مورچلو د حزبالله ۲۳ عملیات
May 13, 2026 13:41پارس ټوډې – د لبنان د اسلامي مقاومت مبارزانو د ۲۳ بېسارو عملیاتو په ترسره کولو سره، د صهیونیسټي رژیم د پوځ لپاره توره ورځ رامنځته کړه.
-
د روسیې د مالیې وزیر: که د هرمز تنګي بحران دوام وکړي، د نړۍ د تېلو او ګازو یوه برخه به له لاسرسي ووځي
May 13, 2026 12:48پارس ټوډې – د روسیې مالیې وزیر په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د هرمز تنګي د بحران دوام به، د نړیوالې انرژۍ بحران ته لمن ووهي او کېدای شي د نړۍ اقتصاد د ځوړ پر لور بوځي.
-
د امریکا ډیموکراتان: د ایران پر ضد د ټرمپ جګړه غیرقانوني ده
May 13, 2026 12:35پارس ټوډې – د امریکا د استازو جرګې ډیموکرات غړو، د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته په اشارې سره چې د دې هېواد د خلکو د مالي وضعیت په اړه یې بېپروايي ښودلې وه، ټینګار وکړ چې د هغه جګړه د ایران پر ضد غیرقانوني ده.