د لبنان حزب الله د صهیونیسټي رژيم اوسپنیز ګنبد ویجاړ کړ
پارس ټوډی- د لبنان اسلامي مقاومت د حزب الله د جنګیالیو له خوا د فلسطین د نیواکي ټاټوبي په شمال کښې د صهیونیسټي رژیم د اوسپنیز ګنبد د ویجاړیدو خبر ورکړ.
پارس ټوډی د ایرنا په حواله خبر ورکړی چې د لبنان حزب الله د یوې ویډیو په خپرولو سره د نیواکي ټاټوبي په شمال کښې په بیرانیټ پوځي اډه کښې د اسرائیلو د رژيم د پوځ د اوسپنیز ګنبد د یو دفاعي سیستم د هدف ګرځولو خبر ورکړ او ویې ویل چې دغه برید د چاودوونکو توکو د یو وړونکي یو ډرون په کارولو سره شوې ده.
بل خبر دا چې د لبنان رسنیو د عبري سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د لبنان له خوا د توغندیو له توغول کیدو وروسته، د نیواکي ټاټوبي د شمال په طبریا ښار او خواوشا سیمو کښې یې د خطر سایرنونه وغږیدل او ورته مهال په دغې سیمې کښې د سختو چاودنو غږونه پورته شول.
صهیونیسټي سرچینو په طبریا کښې د شپږو درنو میزایلونو د لګیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې له اوربند وروسته په اول ځل په طبریا او چاپیره سیمو کښې د خطر ټلۍ غږیدلې دي.
د رپورټ له مخې، یو توغندی د طبریا په خوا کښې نیغ په (کفار حیتیم) سیمې لګیدلی دی.
له بلې خوا د فلسطین اطلاعاتي مرکز رپورټ ورکړی چې حزب الله د صهیونیسټي رژیم د تیریو په ځواب کښې او د نیواکي ټاټوبي په شمال کښې د صهیونیسټي رژيم د پوځ خلاف د خپلو عملیاتو په دوام کښې، یولړ بریدونه کړي دي.
په دغو عملیاتو کښې د دښمن پوځي ګاډي، د اسرائیلي پوځیانو غونډې، زیربناوې او راډاري سیسټمونه په نښه شوي دي.