د بلجیم د کډوالۍ وزیره: افغان مجرم کډوال باید وشړل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179294-د_بلجیم_د_کډوالۍ_وزیره_افغان_مجرم_کډوال_باید_وشړل_شي
پارس تودی-انیلین فان بوسویت، د بلجیم د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیرې، اعلان وکړ چې هغه افغان کډوال چې قانوني اقامت نه لري او په دغه هېواد کې یې جرم ترسره کړی، باید د خپلې سزا له بشپړېدو وروسته افغانستان ته بېرته ولېږل شي.
(last modified 2026-10-04T03:04:39+00:00 )
Oct 04, 2026 07:32 Asia/Kabul
  •  انلین ون بوسویت، د بلجیم د کډوالۍ وزیره
    انلین ون بوسویت، د بلجیم د کډوالۍ وزیره

پارس تودی-انیلین فان بوسویت، د بلجیم د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیرې، اعلان وکړ چې هغه افغان کډوال چې قانوني اقامت نه لري او په دغه هېواد کې یې جرم ترسره کړی، باید د خپلې سزا له بشپړېدو وروسته افغانستان ته بېرته ولېږل شي.

د پارس تودی له راپور سره سم، انلین ون بوسویت، د بلجیم د کډوالۍ وزیره، وايي چې ۶۰ افغان پناه‌غوښتونکي، چې ډېری یې محکوم شوي او مجرم دي او اوس په زندان کې دي، باید د خپلې سزا له پای ته رسېدو وروسته د دغه هېواد په کوڅو کې سرګردانه نه شي.

هغې وویل، د دغو کسانو د بېرته ستنولو په اړه له افغانستان له حکومت سره خبرې اترې د هغه د ملاتړ په معنا نه دي او دا اړیکې د امنیتي اندېښنو، د حل لپاره ترسره کېږي.