د مقاومت جبهې وسله والو په بدخشان باندې د برید ادعا کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179292-د_مقاومت_جبهې_وسله_والو_په_بدخشان_باندې_د_برید_ادعا_کړې
پارس تودی-د افغانستان د «ملي مقاومت جبهې» وسله والو په بدخشان ولایت کې د شپني عملیاتو او د طالبانو د حکومت پر یوه امنیتي پوسته د برید خبر ورکړی دی.
(last modified 2026-10-04T03:02:06+00:00 )
Oct 04, 2026 07:30 Asia/Kabul
  • د مقاومت جبهې وسله والو په بدخشان باندې د برید ادعا کړې

پارس تودی-د افغانستان د «ملي مقاومت جبهې» وسله والو په بدخشان ولایت کې د شپني عملیاتو او د طالبانو د حکومت پر یوه امنیتي پوسته د برید خبر ورکړی دی.

د ایراف د راپور له مخې، دغې وسله والې ډلې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د هغوی ځواکونو تیره ورځ د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ د «انجمن» په سیمه کې د طالبانو د حکومت پر یوې سرحدي پوستې برید کړی دی.

د دغې اعلامیې د ادعا له مخې، په دې نښته کې د طالبانو د حکومت یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

یاده ډله په پای کې ټینګار کړی چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

دا شپنی برید په داسې حال کې ترسره شوی چې ګاونډي ولایت نورستان هم په وروستیو ورځو کې د طالبانو د حکومت د ځواکونو او د مخالفو وسله والو ډلو، د عناصرو ترمنځ د سختو نښتو کتوونکې و.