-
د اسرائيلو وجود دنړۍ لپاره امنیتی ګواښ دی
Oct 26, 2023 09:11د پاکستان د پيپلز ګوند مشر او ددغه هیواد پخوانی خارجه وزیر د صهیونیسټي رژيم په یرغلونو کې د غزې د مظلومو عامو خلکو وژله ددغه وحشي رژیم پر ټنډې د بې ننګۍ نښه وبلله او وې وئيل،د اسرائيلو وجود دنړۍ په ضد یو امنیتی ګواښ دی.
-
امریکا د جنایتونو اصلي شریکه او د صهیونیسټي رژیم له نسکورېدا اندېښمنه ده
Oct 26, 2023 10:02د اسلامي انقلاب معظم رهبر د صهیونیسټي رژیم له پرلپسې جنایتونو سره په مقابله کې، د غزې د خلکو صبر او ځواک او د دوی مظلومیت ته په اشارې سره وویل: اشغال شوي فلسطین ته د امریکې په ګډون، د نورو شرورو او ظالمو هېوادونو لکه: د انګلستان، فرانسې او آلمان د مشرانو پرلپسې سفر، د غاصب رژیم د له منځه تلو څخه د مخنیوي هڅه ده.
-
اسلام او د فلسطین له مظلوم ولس د ملاتړ اړتیا
Oct 26, 2023 08:47د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې اسلام او د فلسطین له مظلوم ولس د ملاتړ اړتیا تر عنوان لاندې له ننني (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
پر غزې د بمباریو دریدا دې د امنیت شورا په لومړیتوب کې شي
Oct 25, 2023 01:41د ایران دا سلامی جمهوریت ولسمشر په تهران کې د برازیل د نوي سفیر د باؤر لیک د سپارل کیدا په دستورو کې ټینګار وکړ، د وحشي صهیونیسټانو په وسیله د فلسطین دغزې بمباریو دریدا دې دملګروملتو دامنیت شورا په لومړیتوب کې شي.
-
په غزې کې د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ اندیښمنونکي ده
Oct 25, 2023 02:42د ملګروملتو سرمنشي د امنیت شورا په یوې ناستې کې ووئیل ، په مینځني ختیځّ کې حالات مخ په خرابیدو دي او په غزې کې جنګ ممکنه ده سیمې ته هم پراخ شي.
-
له وحشي صهیونیسټي رژيم سره دې عربان غړیکې غوڅې کړي
Oct 25, 2023 02:04د فلسطین داسلامی مقاومتی غورځنګ حماس یوه مشر پر اسلامی او عربو هیوادونو غږ کړی څو له نیواکګر رژيم سره دې خپلې اړیکې غوڅې کړي.
-
د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو د امریکا د ملاتړ دوام
Oct 24, 2023 11:21د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل څخه د ۱۷ ورځو په تېرېدو او په غبرګون کې یې د غزې پر تړانګه د صهیونیسټي رژیم د بې ساري بمبارۍ له امله چې په زرګونه فلسطینیان شهیدان او ژوبل شول، مګر امریکا د دغه رژیم د ستراتیژیک متحد په توګه، د دغو جنایتکارو اقداماتوته په پوره بې غورۍ سره، د ځان د دفاع په پلمه د اسرائیلو د جنایتونو پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار کوي.
-
امریکا، بریتانیا او اروپایان د نسل وژني مسوول دي
Oct 24, 2023 02:56ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بشري حقوقو پخوانۍ وزیرې میرمن شیرین مزاري امریکا او لویدیځ هیوادونه په سیمه کښې د اسرائیلو رژیم د جنایتونو د زیاتیدا مسوول وبلل.
-
اسلامي هیوادونه باید د غزې د تړانګې ملاتړ وکړي
Oct 24, 2023 02:46فارس خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه نن سهار په یوې بیانیې کښې له غزې تړانګې په ملاتړ کښې د اسلامي او د عربي هیوادونو د پریکنده او د چټک دریځ د غوره کولو غوښتنه وکړه.
-
صهیونیسټ رژیم د لبنان په جنوب توغندي ویشتلي
Oct 24, 2023 01:35ایرنا خبري اژانس راپور راکړی صهیونیسټ رژیم پرون د لبنان په ختیځ او جنوبي برخې کښې د «کفر شوبا» ښارګي په شاوخوا سیمو باندې توغندي وویشتل.